روغتیاګزارش

په ۲۳ ولایتونو کې ۸ میلیونه ماشومان واکسینېږي

56 / 100

شریعت: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مسولین ویلي،چې پرون د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو،چې څلور ورځې به دوام وکړي او نږدې ۸ میلیونه ماشومان به واکسین شي.

 د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان شریعت ورځپاڼې خبریال ته په مرکه کې وویل: سږ کال په ټول هېواد کې د پولیو کومه مثبته پېښه شتون نه لري؛ ځینې محیطي سمپلونه ثبت شوي،چې د عامې روغتیا وزارت کوښښ کوي،تر څو وکولی شي د واکسین په تطبیق سره د نوموړې ناروغۍ مخنیوی وشي.ښاغلي زمان زیاته کړه،چې په نوموړي کمپاین کې به د پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو د واکسین تر پوښښ لاندې راشي، چې شاو خوا ۸ میلیونه ماشومانو ته به په دغه کمپاین کې د پولیو واکسین څاڅکی ورکړل شي.هغه وایي،چې داځل د پولیو واکسین کمپاین په ۲۳ ولایتونو(لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، کاپیسا، پروان، بامیان، ډایکنډي، بغلان، کندز، تخار، هلمند، کندهار، نیمروز، ارزګان، زابل، غزنی، خوست، پکتیا، پکتیکا، فراه او هرات کې ترسره کېږي. همداشان هغه په ټولو هېوادوالو غږ وکړ په ځانګړې توګه د والدینو، د ټولنې پر مشرانو، قومي مخورو او ملا امامانو، استادانو ملاتړ د پولیو له منځه وړلو کې اړین دی او نوموړي باید د واکسیناتورانو سره بشپړه همکاري وکړي، تر څو په هېواد کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي وشي. پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين پر مټ د مخنیوي او له منځه وړلو وړ ده. کوم ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي په ټول عمر کې به فلج او معیوبه وي او یا به هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.بل لوری ډاکټر کمین صافي وایي، پولیو درملنه نه لري،خو پرې د اخته کېدو د مخنیوي یوازینۍ لار یې د واکسین تطبيق دی.نوموړی وایي،خپل ماشومان واکسین کړئ او په دې توګه یې د ټول عمر لپاره له معلولیت او احتمالي مړینې وژغورئ.صافي زیاته کړه،په افغانستان کې د پولیو په اړه عامه پوهاوی ډېر اړین دي، ځکه د کافي پوهاوي د نشتوالي له امله په ځینو سیمو کې خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه ورکوي.پولیو یا ګوزڼ یو ډول انتاني او ساري ناروغي ده چې د ماشوم د بدن عصبي سیستم اغېزمنوي او د فلج کېدو سبب یې کېږي.دا ناعلاجه ناروغي تر ډېره د ناپاکو خوړو، اوبو او په ویالو یا ډنډونو کې د ناروغو ماشومانو د لمبېدو له لارې نورو ته خپرېږي.سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button