
سیاست
په ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو کې ۳۵۷۳ عرادې وسايط ترميم شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د حمايه لوژستيکي کنډک له لوري په تير يو کال کې ۳۵۷۳ عرادې بېلابیل ډول نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول د یادې قول اردو مسؤلینو وویل: د هغو وسايطو او وسایلو ترميم کړي چې د تيرې ادارې له لوري ويجاړ او کباړ شوي وو. او همدا راز ژمنه يې وکړه چې یاد وسایط د بیت المال اړوند دي، په ترمیم او جوړولو کې به خپلې هڅې ونه سپموي او د هغوی ساتنه به کوي.