سرلیکنې

په یووالې سره هېواد د پر دیو له غلامۍ او احتیاج څخه ژغورلی شو

دا چې هېواد تازه له اشغاله خلاص شوي، بهرني ځواکونه شړل شوي او افغان ولس د خپلواکي اعلان کړي طبیعی ده چې د نړیوالو مغرورو ملتونو له کینې اوحسد سره به مخ کیږي او د کسات اخیستو لپاره به پر ډېرو نورو لارو چارو غور کوي. دا بیخی حتمی او معمولی واقعیت دی چې هیڅ خلاصون ترې نشته د داسې حالت راتلل هیڅکله د ملا له واکمنۍ سره ملزوم نه دی، بلکې هره بله ډله چې په هېواد کې د خپلو دیني، ملي، معنوي او مادي ارزښتونو د ساتنې او دفاع په ارمان په خپلواکۍ سره خپلې سیاسي او اقتصادي تګلارې پرمخ وړي، پرته له شکه به له همدې وضعیت او د نړیوالو له همدې چلند سره مخ کیږي ځکه نړۍ کې یقیناً د ځنګل قانون حاکم دی او د کمزوري او مجبور وجود منلوته هیڅوک نه دي تیار، مطلب داچې په هر صورت به موږ کار کوو، اول به مشران ملاتړي او کشران به یې ترڅنګ اخته وي. شتمن به راوړاندې کیږي پانګه یې که لک وي اوکه کک، دهمدې خپل ټاټوبي دودانۍ او سوکالۍ په لاره کې به یې کار وي. انجینران او پوهان به د خپل فهم او دماغ تر توانه د پرمختګ او بسیاینې لنډ مهالي، اوږ د مهالي اوکم مصرفه پلانونه جوړوي او  عام کاریګر به وخت په عبثیاتو کې نه تېروي، لاس به تڼا کې او تندی به خولې کوي.

استادان، امامان، خطیبان او ټولنیز مشران، مخور اوسپین ږیري به یو بل تشویقوي، هڅوي اوننګوي، بل لورته داټول واړه، زاړه او د هرې طبقې  او مسلک وګړي به پردیو خبرو، تبصرو  او د مغرضو کبرجنو هېوادونو اخطار او دړکوته هیڅ غوږ نه نیسي او نه به یې په افسوسونو  دروغجن جارو قربان او د منافقت په خواخوږ یوغولیږي. یوازې په همدغې تګلارې خپلولو سره موږ پرته له شکه خپل مستقل دریځونه پرمخ بیولی، هېواد ودانولی، ملت بسیاکولی او دپردیو له غلامۍ او اړتیا ژغورلی شو. له دې پرته باید هیڅ افغان قطعاً دا هیله ونه لري  چې په داسې لوڅ لپړ، بې وسلې او بې واسطې حالت کې به د دومره لېوانو او پړانګانو په منځ کې روغ، جوړ او بې داړلو پاتې شي. دا فکر بالکل  غلط، هسې یو خوب او خیال اوله موجودو واقعیتونو سره سل په سلو کې ټکر دي ځکه د نړۍ موجوده حالت د لمر په شان څرګند دی چې  یا به یو ملت نر، ښځه، پېغله او زلمی د زور ورو کبرجنو سل په سلوکې غلامي او مینځواله کوي چې بیا به نو د خپل دین، شرافت، ننګ،  ارزښتونو او تاریخی ویاړونو دعوې نه وي، یوازې خېټې به ډکوي او په سل ګونو فسادونو، انحطاط، ذلت، بدمرغیو او

رذایلو کې به ګرد سره راګیر وي، خو ځیره به تریو وخته ورته رسیږي، نه دایمي. او یا به پرډګر دریږي، قربانۍ به ورکوي، ستومانۍ  اوکړاوونو به ګالي، لوږي او  خوارۍ به تریولنډ وخته زغمي خو  آخر پای به د خپل خالق او مالک په نصرت له اسمانو اوځمکې د رحمت دروازې پرانيستل کیږي، هېواد به یې ابادیږي، پرځان بسیاکیږي او همدا مغرور نړیوال به د سړیتوب په لهجه خبرې او تعامل ورسره کوي. همدا الهي تګلاره ده او د لوی څښتن همدا اعلان دی چې که هر ملت خپل  حالت په خپل هوډ او خپل محنت بدل نه کړي نو پاک سپېڅلی ذات یې هم هماغسې پر خپل حالت پریږدي او دایې په ډاګه راته ویلی چې هر  انسان به یوازې او یوازې د خپل محنت او خپلو هڅو نتیجه او ثمره اخلي، نو څوک چې پرخپل پټي  غنم کري، غنم به اخلي، که اغزي کري، اغزي به ریبي او که شاړ یې پريږدي شاړ به پروت وي. راځئ همدغه الهی لارښوونې شپه ورځ یو بل ته وریا دې او خپل کار ته ملاوتړو. پردې به نه اورو، ځان به له کاره نه باسو او فرصتونه به نه ضایع کوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button