ګزارش

  په کونړ کې د ۳۶ پروژو کارونه بشپړ شوي

شریعت: په دې وروستيو کې  بېلابېلو ولایتونو د لویو او وړو پروژو کارونه بشپړ شوي  او ځینې یې تر کار لاندې دي، چې له ډلې یې  په کونړ کې هم د۵۱ پروژو کارونه روان دي چې ۳۶ یې بشپړې شوې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب شریعت ورځپاڼې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې ویلي: دامهال  دکونړ اقتصاد ریاست د پراختیایی پروژو په  ډیټابیس کې (۵۱) پروژې شتون لري چې (۳۶)  پروژې  د۷۸ میلیونه ۸ لکه ۶۶ زره ۳۹۴ اعشاریه ۷ افغانیو پر لکښت بشپړې شوې او (۱۳) پروژې د۱۵ میلیونه ۴ لکه ۷۲ زره ۶۰۸افغانۍ لګښت پرې راځي کار پرې روان دی چې په مجموعي توګه په ذکرشویو (۵۱) پروژو به ۹۴ میلیونه۳ لکه ۳۸ زره ۹۵۷ اعشاریه ۷ افغانۍ  لګښت راشي ، د یادونې وړ ده چې په ذکر شویو پروژو کې  (۶) د تېر کال پاتې وې اوس تکمیل شوې چې مجموعي بودیجه يې ۲۰ میلیونه ۶ لکه ۸۲ زره ۴۶۳افغانۍ ده، په همدې ترتیب (۷) نورې پروژې اوس مهال تر کار لاندې دی، مجموعي بودیجه يې۲ میلیونه ۵ لکه ۸۵ زره ۱۵۶ افغانۍ ده.

ښاغلی حبیب زیاتوي چې د کونړ د اقتصاد ریاست د کارمندانو لخوا د امارتي او غیري امارتي مؤسساتو د (۱۳۷) پروژو نه څارنه شوې چې د پروژو د کیفیت او کمیت د کنترول تر څنګ په اقتصادي موضوعاتو ریپورټونه جوړ کړي او د اړوندو ذیدخله ادارو سره يې شریک کړي تر څو متوازن انکشاف رامنځ ته شي، د فقر کچه را ټیټه شي، کارموندنه منځ ته راشي او اقتصاد پیاوړی شي.

هغه وایي: په کونړ ولایت کې د انکشافي بهیر د تقويي په موخه هره میاشت د  ولایتي پرمختیايي کمیټې غونډې د ولایت مقام په رهبرۍاو د اقتصاد ریاست په همغږۍ فعالېږي او امارتي او غیري امارتي اداري پکي فعاله ونډه اخلي.

د نوموړي په وینا چې د انکشافي بهیر د ښه تطبیق په موخه د اقتصاد ریاست په رهبرۍ د څارنې او ارزونې یو تخنیکي کمیټه هم ایجاد شوې چې د ۱۰ ملکي ادارو مسلکي اشخاص په کې شتون لري.

دی وایي، چې اقتصاد ریاست د کونړ له مرکزه د نورستان په لور د غزېدلي سړک او د اسعداباد څخه د غازي آباد په لور غزېدلي سړک لپاره اقتصادي طرحه جوړه شوې او د ټولګټو چارو وزارت راغلي پلاوي سره شریکه شوې ده.

د اقتصاد وزرات ویاند زیاتوي،په کونړ کې د ۲۰۲۴ کال د موسساتو لخوانه ۱۳۰ لویې او وړې نیمه انکشافي او د بشري مرستو پروژو د تطبیق لپاره۲۹ میلیونه۳ لکه ۲۱ زره۷۷۹ ډالر منظور او پلان شوي وو چې ډیرې پروژې به پرې تطبیق شي.

همداشان، د کونړ د منابعو د اهمیت په هکله مختلف النوعه راپورونه ترتیب او د ذیدخله ادارو سره شریک شوي دي

سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button