روغتیا

په کور کې د ټوخي آسانه او ګټوره درملنه وکړئ!

دا چې په هېواد کې د ژمي په رارسېدلو سره هوا وچه او د بارانونو هم هېڅ درک نشته نو طبعي ده، چې لارې کوڅې له ګردونو ډکې او هوا تر ډېره خرابه ده،چې د ټوخي او زکام لامل کېږي. ټوخی چې تر ډېره ورځینې ناروغ د شپې خوب هم نه شي کولی، ور څخه ځورېږي او د روغتیا په لټه کې یې وي.

دا چې په هېواد کې د ژمي په رارسېدلو سره هوا وچه او د بارانونو هم هېڅ درک نشته نو طبعي ده، چې لارې کوڅې له ګردونو ډکې او هوا تر ډېره خرابه ده،چې د ټوخي او زکام لامل کېږي. ټوخی چې تر ډېره ورځینې ناروغ د شپې خوب هم نه شي کولی، ور څخه ځورېږي او د روغتیا په لټه کې یې وي.

د دې لپاره طبي پوهانو یوه کورنۍ او اسانه نسخه موندلې ، چې په هر کور او کلي کې پیدا کېږي، یاده نسخه تر ډېره تجربه شوې، چې نتیجه یې مثبته او مؤثره تر لاسه شوې ده. د ټوخي د درملنې لپاره ازمایل شوې نسخه په لاندې ډول جوړېدای شي:

۱ـ ادرک  وټکوئ او اوبه ترې وباسئ، یادې اوبه تر چاڼولو وروسته دوه د خوړو کوچنۍ کاشوغې د چایو په یوه پیاله یا د اوبو په یو ګیلاس کې واچوئ، د ادرک له چاڼ شویو اوبو سره دوه کاشوغې شهد(عسل) ګډ کړئ، کله چې ویده کېږئ یادې اوبه وڅښئ ان شاءالله ټوخی به مو ورک او په ارامه به خوب وکړئ.

۲ـ د طبي پوهانو په وینا، ۶۲ګرامه وړه په یوه یا دوه ګیلاسه اوبو کې جوش کړئ، وروسته چې کله اوبه لږ تړمې(لږ یخې) شي نو په ورته توګه ۶۲ ګرامه مالګه ور واچوئ او سره یې منحل کړئ، دا هم د ټوخي لپاره غوره درمل شوه، چې کله یې وڅښئ نو ټوخی به غلی او ناروغي به مو ختمه شي.

۳ـ طبي پوهانو د ټوخي د درملنې په اړه یوه بله ګټوره نسخه هم په ګوته کړې، چې خورا مؤثره او ګټوره ده.

د دوی پر وینا، د جوش شوې هګۍ ژېړ واړه واړه(میده میده) کړئ او شهد(عسل) ورسره ګډ کړئ، له خوړلو وروسته به یې ګټه ووینئ او پوه به شئ چې ټوخی مو له منځه تللی.

دا پورته نسخه تر ډېره له ماشومانو لپاره غوره او ګټوره ده، چې په دې سره سینه په ارامه او درد یې ختمېږي، د ستوني وچوالی ختموي او همدارنګه د سینې بلغم له منځه وړي.

۴ـ دوه یا درې پلي هوږه میده کړئ او له شاتو(شهد) سره یې ګډ کړئ، له خوړلو وروسته به مو ان شاءالله ټوخی ارام شوی وي.

ډاکټران وايي، چې که تاسو څو اوونۍ ټوخی ولرئ او ور ځ تربلې زیاتېږي باید حتماً کوم ډاکټر ته ورشئ او علت یې پیدا کړئ، د ټوخي دعلت پيدا کول سخت کار نه دی او په اسانه يې علت پيدا کېدای شي.

ډاکټر مقدس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button