سرلیکنې

په کور دننه د اقتصادي پیاوړتیا لار بایدوموندل شي

زټا خبره ده چې دغلامۍ ځنځیرونه ماتول، له هيواد يرغلګر شړل او د خپلواکۍ دعوا او اعلان کول پر زورواکو خورا سخت تمامیږي- طبیعي ده چې هغوی پر دغه شان مېړنیو او باتورو قومونو حتماً بندیزونه لګوي، بدرد پسې وایي او ترخپلې وسې یې بسیاکېدلوته  نه پریږ دي- مطلب داچې اوس که پر افغانانو دنړیوالو ځواکونو له لوري هرڅومره فشارونه او بدې ورځې راځي، موږ ته یې زغمل اوصبر په کاردی، ځکه ښايي دهغوی له ټولو خبرو او شرایطو منلو وروسته یې هم په لیرې کولو برلاسي کیدای نه شو.

زټا خبره ده چې دغلامۍ ځنځیرونه ماتول، له هيواد يرغلګر شړل او د خپلواکۍ دعوا او اعلان کول پر زورواکو خورا سخت تمامیږي- طبیعي ده چې هغوی پر دغه شان مېړنیو او باتورو قومونو حتماً بندیزونه لګوي، بدرد پسې وایي او ترخپلې وسې یې بسیاکېدلوته  نه پریږ دي- مطلب داچې اوس که پر افغانانو دنړیوالو ځواکونو له لوري هرڅومره فشارونه او بدې ورځې راځي، موږ ته یې زغمل اوصبر په کاردی، ځکه ښايي دهغوی له ټولو خبرو او شرایطو منلو وروسته یې هم په لیرې کولو برلاسي کیدای نه شو.

 البته په دې صورت کې بیا ښکاره ده چې زموږ د خپلواکۍ دعوا به خامخا دروغجنه اوموږ به بیا هم د هماغو شړل شویو اشغال ګرو  غلامان اوسو. ځکه خو معقوله داده چې دا وخت یوازې پرهغو لارو چارو غور و فکر وکړو چې خپله زموږ مکلفیت او زموږ په وس کې وي. مثلاً دا معلومه کړو چې دخپل هېواد بیت المال څرنګه شتمن کړو، له کومو لارو خپلو صادراتو کې زیاتوالی راولو او یا داچې په څه طریقه خپل بشري ځواک پر ګتورو چارو بوخت کړو؟

په دې هکله فکر او څېړنې ته اړتیا او داډول موضوعات د خوا خوږ و او با احساسه اقتصادي ماهرینو په سلا مشوره او تدابیرو حل کول په کار دې- موږ باید ومنو که دنړیوالو بندیزونه او فشارونه له منځه وړل زموږ د وس و اختیار خبره نه ده نو په کور دننه هم ډېرې داسې لارې چارې شته چې د ستونزو په کمېدو کې موږ سره زښته ډېره مرسته کولی شي. د مثال  په ډول دا خپله زموږ مکلفیت او زموږ په وس کې ده چې د مالیاتو او ګردو ملي عوایدو راغو نډولو چاره کې بشپړ اخلاص او شفافیت رامنځ ته کړو ترڅو یوه  افغانۍ هم ضایع نه بلکې پر مناسب ځای ولګول شي. دغه راز موږ کولی شو چې پرغیر ضروري وارداتو کلک بندیزولګو و څوله دې لارې کروړونه افغانۍ راوسپمیږي او بیا د اولیاتو او ضروریاتو پوره کولو کې ولګیږي. یا لکه داچې حکومت په خورا جدي ډول هڅه وکړي څو سرکاري مصارفو کې ترخپله وسه کموالی راولي او د اسرافونو، غلاګانو او ضایعاتو مخه ونیسي. دارنګه موږ داهم کولی شو چې د خپلو وطني پیدا وارو د ښه تنظیم او خونديتوب له لارې د صادراتو ارزښت اوچت کړو- مثلاً د کرنیزو توکو لپاره که سړې خونې ولرو او څه موده په کې خپل کرنیز محصولات وساتلی شو نو دامجبوري به نه وي چې هر ډول مېوه او سابه ټول هماغه یوه موسم کې په خورا ټیټه بیه صادر کړو- په همدې توګه نور کاني مواد که نسبتاً په ښه توګه تنظیم اوصادر شي- ګټه به یې هم یو پردوه زیاته شي- لنډه داچې که دې برخه کې د حکومت چارواکي په رښتیني ډول له اخلاص او شفافیته  کار واخلي نو  حتمی ده چې د عوامو ملاتړ به هم ترلاسه او د ستونزو په اواري کې به زښته ډېره مرسته وشي. خو که خدای(ج) دې نه کړي مسؤلین زیاتره د خپل ځان پاللو او نازولو کې مصروف شي نو حتمی ده چې رعیت به هم کاملاً نا باوره او د دښمن هغو تبلیغاتو پسې روان شي، کوم چې زموږ د هېواد موجود امنیت او ثبات هم یومخ له منځه وړي او د کاملې تبایي پرخوا مو بیایي- په دي اساس لازمه ده چې د نظام واکمن هم د عوامو له ستونزو ځان خبر، د ضروري توکو نرخونه او د خلکو بې روزګاري محاسبه او د حل لارو په موندلو کې جدي هڅې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button