
ټولنه او کلتور
په کندهار کې ۵۲ تړل شوي ښوونځي بېرته فعال شوي دي
د کندهار د پوهنې ریاست مسئولین وايي، چې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت په بریا سره په بېلابېلو سیمو کې ۵۲ تړل شوي ښوونځي بېرته فعال شوي دي.
د کندهار د پوهنې ریاست مسئولین وايي، چې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت په بریا سره په بېلابېلو سیمو کې ۵۲ تړل شوي ښوونځي بېرته فعال شوي دي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند مولوي وکیل احمد متوکل باختر آژانس ته وویل، چې د اسلامي امارت په بریا سره په بېلا بېلو ولسوالیو کې ۵۲ تړل شوي ښوونځي بېرته فعال شوي.
مولوي متوکل زیاته کړه، چې په دغو ښوونځيو کې۳۳ په معروف ولسوالۍ، ۹ په خاکرېز، یو په میانشین، ۶ په نېش او ۳ په غورک ولسوالۍ کې بېرته فعال شوي دي.