
اقتصاد
په کندهار کې سلګونه پرمختيايي پروژې پلې کېږي
په کندهار ولايت کې د اسلامي امارت د کليو د پراختيا او بيارغاونې رياست مسئولين وايي ،چې په دې ولايت کې پر دوه سوه پنځوس کوچنيو او لويو پرمختيايي پروژو کار روان دی.
په کندهار ولايت کې د اسلامي امارت د کليو د پراختيا او بيارغاونې رياست مسئولين وايي ،چې په دې ولايت کې پر دوه سوه پنځوس کوچنيو او لويو پرمختيايي پروژو کار روان دی. بله خوا په کندهار کې پنځوس پرمختيايي پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست مسئول انجنير محمد نسيم ايوبي وايي، چې د دوه سوه پروژو د تطبيق کار دوام لري. په دې پروژو کې د کانالونو او سړکونو جوړول او بيارغونه شامله ده چې په پلي کېدو سره به يې د زرګونو مسافرو او سوداګريزو کاروانونو په تګ راتګ کې آسانتياوې رامنځته شي او د زرګونه جريبه کرنيزو ځمکو د خړوبولو زمينه به هم برابره شي.