
په کندهار کې د کډوالو لپاره د مرستو راټولولو کمپاين پيل شو
په کندهار کې د راستنو شويو کډوالو لپاره د مرستو راټولو لپاره لويه غونډه جوړه شوه
په کندهار کې د راستنو شويو کډوالو لپاره د مرستو راټولو لپاره لويه غونډه جوړه شوه
دغه غونډه د کندهار په عيدګاه جامع جومات کې دتازه راستنو شويو کډوالو لپاره د مرستو دراټولو په هدف جوړه شوې وه، چې پکې ځايي مسئولينو ، ديني عالمانو ، ملي سوداګرو او عامو خلکو ګډون کړی وو.ديني عالمانو پر ټولو تجارانو او ولسي خلکو غږ وکړ، چې له تازه راستنو شويو کډوالو سره هر راز همکاري او مرسته وکړئ.دوی وويل ،چې مسلمانان ديوه وجود حيثيت لري ،چې له يوه په تکليف سره ټول په تکليف کېږي، نو اړينه ده، چې ځورول شويو افغان وروڼو لاس نيوی په ګډه سره وکړل شي. ((افغانانو مرسته وکړئ د خپلو وروڼو مېلمه پالنه وکړئ اضافه سرايونه کډوالو ته ورکړي د خوراکي توکو په ورکړه کې خپل وس وکړئ ،ځکه د همسايه ملک څخه د ټولو شرعي او بين المللي اصولو خلاف دغه افغانان را ايستل شوي دي)) ديني عالمانو له ټولو هغه افغان پانګوالو او تجارانو څخه وغوښتل،چې په نورو هيوادو کي کاروبار کوي تر څو خپل هيواد ته راشي او په خپل هيواد کې پانګونه وکړي تر څو مو خپل هيواد پرمختګ وکړي.د کندهار د دحج اوقافو رئيس مولوي عبدالبصير فايز وايي چې نړۍ له افغانانو سره بغض او حسد لري او نه يې پريږدي چي پرمختګ وکړي.کليپ((په هغه خاوره کي چي ځانته پاکستان وايي هلته که رښتيا هم مسلمانان او زړه سواندي عالمان موجود وي د افغانانو په وړاندې د روانو ظلمونو په اړه دې غږ پورته کړي او فتوا دې ورکړي)) بلخوا ملي تجاران او صرافان وايي چې په دې سخت حالت کې د خپلو هغه هيواد والو سره څنګ پر څنګ ولاړ دي چې د پاکستان څخه په زور ايستل شوي او شتمنۍ يې ځنې اخيستې دي. د صرافانو اتحاديې مشر قندي اغاه وايي اوس الله تعالي زموږ څخه دمال قرباني غواړي چې تر خپله وسه پورې به يي ونه سپموي.کليپ((اوس موږ د يوه اقتصادي جهاد سره مخامخ يوو چې هغه د سر نه بلکې د مال قرباني غواړي چې ان شاالله موږ به يې ګټو موږ تر خپله وسه ددغه افغانانو سره ولاړ يو)) د يادونې وړ ده چې په کندهار کې پر يو شمېر چوکونو هم د مرستو را ټولو صندقونه ايښودل شوي دي.