اقتصاد

په کندهار کې د غنمو حاصالاتو ډېرشوې

په کندهار کې سږکال پر ۹۵ زره هتکاره ځمکه غنم کرل شوي او د کرنې رياست مسئولين وايي: سږکال به د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالي راشي.

په کندهار کې سږکال پر ۹۵ زره هتکاره ځمکه غنم کرل شوي او د کرنې رياست مسئولين وايي: سږکال به د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالي راشي.د دغه رياست د زراعتي چارو آمر ايمل حکيمي وايي: سږ کال په کندهار کې پر ۹۵ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي او د اټکل له مخې به تر ۳۵۰ زره ټنه حاصل ورکړي. (( سږ کال د غنمو حاصلات ډېر ښه دي، ځکه امراض نه لري او کښت يې هم ډېر شوی، نو تېر کال ته په کتو به يې حاصلات ۳۰ سلنه زيات وي.))غنم چي د خلکو لومړنۍ اړتياوې بلل کېږي، په دې وروستيو کې يې بيې لوړې شوې او خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي چې نرخونه يې کنټرول کړي.هغوی وايي، حکومت دې ګاونډيو هيوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته د غنمو د غير قانوني لېږد مخه ونيسي.د کندهار اوسېدونکې وايي: تېر کال غنم په زياته اندازه په غير قانوني ډول له کندهار، هلمند او فراه ولايتونو څخه په لويو موټرونو کې پاکستان ته قاچاق شول، چې له کبله يې په بازار کې نرخونه لوړ شول.(( ستر سوداګر شته، چې ډېر غنم رانيسي او بيا يې په ګدام کې ذخيره کوي چې په بازار کې کم شي، بيا يې بازار ته راباسي او په لوړه بيه يې پلوري.))کروندګر هم وايي: تېرو کلونو ته په کتو سږ کال ډېر غنم کرل شوي او کيفيت يې هم تر نورو کلونو خورا ښه دی چې حاصلات به يې زيات وي.دوی وايي: خوښ دي چې اوس د حرام کښت پر ځای حلال کښت کري او ګټه يې ترلاسه کوي.

(( سږکال غنم ډېر خوندور دي، دا دي موږ يې په لو باندې اخته يو، د تارياکو پر ځای سږ کال ټولو خلکو غنم کرلي دي.))د کندهار په ټولو ولسواليو کې غنم کرل کېږي ،خو ډېره برخه يې په ډنډ، دامان، ژړۍ، شاوليکوټ، پنجوايي، ميوند او ارغستان کې کرل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button