ټولنه او کلتور

په کندهار کې د احمدشاه بابا کور رغول کیږي

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د لوی امپراتور احمد شاه بابا کور د بیا رغولو خبر ورکوي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او کلتور آمر عبدالشکور څپاند ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مسلکي پلاوی دغه ولایت ورغلی، تر څو د لوی احمدشاه بابا د لرغوني کور لومړنۍ سروې ترسره کړي. څپاند زیاته کړه، چې تر سروې وروسته به یې د بیا رغولو چارې په عملي بڼه پیل شي. د احمد شاه بابا کور، چې شاوخوا ۳۰۰ کاله مخینه لري، تر پروسږکاله په‌کې د هغه وارثان اوسېدل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button