
اقتصاد
په کندهار ولایت کې د میانکو چک ډیم جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست او د DRC موسسې تر منځ په همغږي، د یاد ولایت په نېش ولسوالۍ کې د میانکو چک ډیم چارې په چټکۍ سره پر روانې دي. د دغه چک ډیم په جوړېدو سره به ۶۰۰۰ کورنۍ اوبه ترلاسه کړي او د یاد چک ډیم چارې تر دا مهال ۹۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې کار به یې په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي. د یادونې وړ ده چې د دغه چک ډیم کار له پیل سره ۶۹ کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې او هر کاریګر د ورځې ۴۰۰ نغدي افغانۍ ورکول کېږي.