اقتصاد

په کاپيسا کې د ۲۵ پراختيايي پروژو چارې پيل شوې

په کاپيسا کې د افغانستان د ټولنيز او معېشت ملاتړ پروګرام له لوري د ۲۲ پراختيايي پروژو چارې د څه باندې ۱۲ ميليونو افغانيو په لګښت پيل شوې.دغه پروژې د نړيوال بانګ په مالي ملاتړ د ۱۲ ميليونو، ۱۲۶ زرو او ۴۱۲ افغانيو په لګښت، د ياد ولايت په حصه اول او کوهستان ولسواليو کې پلې کېږي، چې په کې د ۱۱۸ زرو او ۱۱۶ مترو په اوږدوالي او ۱۳۷ زره ۹۵۶ متر مکعب حجم په لرلو سره د کرنيزو اوبو کانالونو او د اوبو حوزونو د پاک کارۍ چارې شاملې دي.د يادونې وړ ده، چې په دغو پروژو کې به ۲ زره ۱۸۳ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button