
اعلاميې
په کابل کې یو تن له شپږ کړۍ چسپکي ماینونو سره یو ځای ونیول شو
د ملي دفاع وزارت اړوند ۳۱۳ مرکزي قول اردو د کشف مدیریت ځیرکو ځواکونو له لوري د یو کشفي راپور پر بنسټ د کابل په دهمزنګ ساحه کې یو تن له شپږ ۶ کړۍ چسپکي ماینونو او دوه ۲ قبضه تفنګچو سره یو ځای ونیول شو.
نوموړی کس به له تحقیقاتو څخه وروسته اړوند مراجعو ته وسپارل شي.