اقتصاد

په کابل کې د ورېښمو لارې دترانزيټ نړيوال کلتوري نندارتون پرانيستل شو

د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو د اتحاديې له لوري پرون د اسلامي امارت د فتحې د ۲يمې کاليزې په مناسبت د ورېښمو لارې د ترانزيټ نړيوال کلتوري نندارتون پرانيستل شو.د ياد نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستيال محمد خالد سجستاني، د يو شمېر دولتي ادارو مسئولينو، سوداګرو او عامو هيوادوالو ګډون کړی و.د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب په دغو مراسمو کې وويل، چې اسلامي امارت د ولس د سر او مال ساتنې او د اقتصادي ستونزو حل ته ژمن دی، او پانګوال دې په ډاډه زړه په افغانستان کې پانګونه وکړي.نوموړي زياته کړه، چې افغانانو د تاريخ په اوږدو کې د خپلواکۍ او خپل هيواد د آزادۍ لپاره سترې قربانۍ ورکړې او کله به هم چاته د غلامۍ سر ټيټ نکړي.د سوداګرو او پانګوالو د اتحاديې اجرائيه رئيس بسم الله الفت وويل، چې په دې نندارتون کې د بېلا بېلو شرکتونو استازو ګډون کړی او کابو ۴۰۰ غرفې لري.د نوموړي په خبره په دې نندارتون کې د اېښودل شويو توکو شاوخوا ۹۰ سلنه يې کورني توليدات دي.په ورته وخت کې يو شمېر پانګوالو د دې نندارتون په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او دا ډول نندارتونونه يې د خپلو محصولاتو لپاره د بازارموندنې ښه فرصت وباله.دوی له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، چې کورنيو توليداتو ته د بازارموندنې په موخه دې هڅې لا ګړندۍ کړي.د يادونې وړ ده، چې د ورېښمو لارې ترانزيټ د نړيوال کلتوري نندارتون د اسلامي امارت د فتحې د ۲يمې کاليزې په مناسبت جوړ شوي او ۳ ورځې به دوام ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button