روغتیا

په کابل کې د دولتي مسلخونو پنځمه استازولي پرانېستل شوه

د دې لپاره چې خلکو ته د څارویو د غوښو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو مخه ونیول شي، حکومت په ښارونو کې د معیاري مسلخونو جوړول پیل کړي دي.

د دې لپاره چې خلکو ته د څارویو د غوښو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو مخه ونیول شي، حکومت په ښارونو کې د معیاري مسلخونو جوړول پیل کړي دي.

پر همدې بنسټ چهارشنبه (د مرغومي ۱۳مه) د پلازمېنې کابل په لسمه ناحیه کې د شمس ترین ګروپ او د ختیځ زون د کرنیزو تولیداتو او پراسس کمپلکس د دولتي مسلخونو پنځمه استازولي پرانسته.

که څه هم په نورو هېوادونو کې د دولتي معیاري مسلخونو شتون کومه نوې خبره نه ده خو د کرنې او مالدارۍ وزارت د دفتر د رئیس مولوي خورشید اکبر په وینا، اسلامي امارت په خپل نوښت ولس ته د سالمې غوښې د عرضه کولو لپاره په افغانستان کې د مسلخونو د جوړېد ډبره کېښوده.

مولوي خورشید وویل:«مخکې به د غوښې کارولو لپاره په دودیز ډول د لښتیو او کوڅو پر سر څاروي ذبحه کېدل، حفظ الصحه به یې په نظر کې نه نیول کېده. له فتحې وروسته چارواکي متوجه شول چې خلکو ته د څارویو ډول ډول ناروغۍ پیدا شوي نو یې د مخنیوي لپاره د معیاري مسلخونو جوړول غوره وبلل».

هغه وویل، د دې لپاره چې په افغانستان کې مسلخونه دود نه وو، په لومړیو کې د قصابانو له اعتراض سره مخ و خو زیاته یې کړه، چې دوی به په نړیوالو معیارونو برابر په ټول هېواد کې مسلخونه دود کړي.

نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې خصوصي شرکتونو ور ته د مسلخونو د جوړولو په برخه کې د ۵ میلیونه ډالرو د پانګونې ډاډ ورکړی، چې د کابل ښار په هره ناحیه کې به استازولۍ پرانېزي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په دغو مسلخونو کې د حلالېدونکو څارویو هر اړخیزه معاینه کېږي او له هغه وروسته بازار ته عرضه کېږي.

نوموړي د تازه پرانستل شوې استازولۍ په اړه وویل، چې په یوه شپه ورځ کې د ۱۰ ټنه غوښې د تولید وړتیا لري.

د دغه مسلخ لپاره د دولتي تفتیش ټیم غړي ډاکټر سمیع الله ستانکزي انیس ورځپاڼې ته وویل، چې د حلالېدونکي څاروي د روغتیا په اړه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره له حلالېدو مخکې او وروسته د دوی له معاینې اوځي او که چېرې په کوم څاروي کې له حلالېدو وروسته هم ناروغي ثابته شي دوی یې ردوي او له منځه یې وړي.

د نوموړي په وینا یوازې په هغه صورت کې چې د تفتیش ټيم یې د روغتیا په اړه پوره ډاډمن شي له ټاپه کولو وروسته خرڅلاو ته وړاندې کېږي.

د یاد مسلخ د مشرانو په وینا، د دې لپاره چې نور قصابان له دغو مسلخونو متضرر نشي، دوی د ښاروالۍ لخوا د ټولو قصابانو په شان د ټاکلې بیې پر بنسټ غوښه خرڅوي.

عام ولس هم خوښ دی، چې حکومت ور ته د پاکې او د روغتیا له پلوه د ډاډمنې غوښې تر لاسه کولو لپاره معیاري مسلخونه جوړ کړي دي.

د یادې سیمې وکیل حاجي عبدالسلام وویل، خوښ دی چې دغه ډول مسلخونه جوړ شوي، ځکه چې د بازار په پرتله د روغتیایي کتنو په رڼا کې چمتو شوې غوښه تر لاسه کوي.

د کابل یو بل اوسېدونکي امان الله هم ورته نظر څرګند کړ، هغه وویل، سره له دې چې یو شمېر هېوادوالو ته په کې د کار زمینه برابره شوې تر څنګ یې کولی شي چې په ډاډه زړه له ناروغیو پاکه غوښه واخلي.

په داسې حال کې، چې حکومتي چارواکي دا مهال د کابل تر څنګ بلخ، هرات او مزار کې د غوښې د تولید معیاري دولتي مسلخونو له شتون خبر ورکوي خو وايي، چې خلکو ته د باکیفیته او روغې غوښې رسولو لپاره جوړ شوي مسلخونه بسنه نه کوي، بلکې دوی په دې لټه کې دي، چې د کابل په هره ناحیه کې له یوې ډېرې او همدا شان په ولایتونو کې په معیار برابر مسلخونه جوړ کړي.

 نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button