روغتیا

په کابل کې د داخلي ناروغيو د درملنې او سرطان جراحي مرکز پرانيستل شو

د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د ((علي‌اباد)) تدريسي روغتون کې پرون د داخلي ناروغيو د درملنې او سرطان جراحي نوي مرکز پرانيستل شو.د علي‌آباد تدريسي روغتون رئيس عبدالمطب شينواري په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته د وينا پر مهال وويل، چې دغه روغتيايي مرکز د روغتيا نړيوال سازمان، د سره صليب کمېټې او لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا جوړ شوی دی.ده وويل:  (( د داخلې درملنې او سرطان جراحي مرکز د روغتيا نړيوال سازمان، سره صليب کمېټې، او دلوړو زده‌کړو وزارت په همکاري جوړ شوي ،چې ۲۰ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلي او ۴۰بستره لري.)) په ورته مهال د لوړو زده‌کړو وزارت مسئولانو په ياده ناسته کې له هغو متخصصو ډاکټرانو، چې له هيواده بهر تللي، غوښتنه وکړه ،چې بېرته هېواد ته راستانه او هيوادوالو ته د معياري درملنې زمينه برابره کړي.  د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد نديم همداراز له نړيوالو بنسټونو غوښتنه وکړه ،چې افغانستان سره د روغتيا برخې معياري کولو برخه کې همکاري وکړي.ده وويل:  (( د سرطان وړانګې مرکز بوديجه د کابينې له لوري تصويب شوې او ټاکل شوې ،چې ډېر ژر يې عملي چارې پيل شي. موږ له نړيوالو بنسټونو غوښتنه کوو، چې افغانستان سره د روغتيا سکتور معياري کولو برخه کې همکاري وکړي.))بله‌خوا پر سرطان ناروغي اخته يو‌شمېر ناروغان د ياد مرکز له پرانېستلو هرکلي کوي او وايي: هيله لري چې دغه مرکز کې يې درملنه وشي.۶۴کلن اکرام‌الدين چې پر سرطان ناروغي اخته دی او د علي آباد روغتون کې بستر دی، وايي : د بې‌وزلي له امله نشي کولای بهر ته د درملنې لپاره لاړ شي.ده وويل:  ((زه هيله‌مند يم چې دې روغتون کې مې درملنه وشي، بهر ته نشم تللی، ځکه بې‌وزله يم او پيسې راسره نشته، خو بيا هم دې مرکز کې د ځان د درملنې هيله لرم.))دا مهال د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې يوازې درې مرکزونه په کابل، کندهار او هرات ولايتونو کې فعال دي. د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال افغانستان کې د سرطان ۲۳زره پېښې ثبت شوې وې چې له ډلې يې ۱۶زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button