
په کابل، بلخ او هرات کې د لمريزې برېښنا ۵ پروژې پلې کېږي
په کابل کې سولر پلورونکي وايي: په پلازمېنه کې له لمريزې برېښنا د استفادې په کچه کې ډېروالی راغلی او د تېر په پرتله يې اوس کاروبار ښه شوی دی.په روان ژمي کې په کابل ښار کې د برېښنا د پرچاوۍ له ډېرېدو وروسته له لمريزې برېښنا کارول ډېر شوي دي. د کابل اوسېدونکي وايي: د برېښنا پرله پسې پرچاوي دوی اړ کړي چې د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره له لمريزې برېښنا کار واخلي.د کابل اوسېدونکی فضل الله فياض وايي: ((په سولر مو ۱۲ زره افغانۍ لګښت کړی، بېټرۍ او ښيښه مو اخيستې، موبايل پرې چارچوو او د شپې له خوا پرې د کور ګروپونه روښانه کوو.)) د کابل يو بل اوسېدونکی وقار شگيوال زياتوي: ((په کابل کې برېښنا ډېره خرابه ده، موږ اړ شوو چې سولر واخلو او استفاده ترې وکړو. اوس په ډاډه زړه کولای شو موبايل چارچ کړو او د روښنايۍ لپاره ترې ګټه واخلو.)) له دې سره سم، په کابل کې د سولر پلورونکي وايي: په پلازمېنه کې له لمريزې برېښنا د استفادې په کچه کې ډېروالی راغلی او په وينا يې د تېر پر تله يې اوس کاروبار ښه شوی دی.سولر پلورونکی اقدس وايي: ((د تېرو کلونو په پرتله د سولر بازار ښه شوی، ځکه چې برېښنا نه شته او د هغو خلکو چې اقتصاد ښه دی، له سولره ګټه اخلي.))له دې سره هممهاله، د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له لمره د انرژۍ د توليد په برخو کې له پانګونو خبر ورکوي او زياتوي،چې دغه بنسټ په پکتيکا کې له لمره د ۱۰ ميګاواټه برېښنا د توليد پروژه اعلان ته وړاندې کړې ده.د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژي برنامو رئيس انجنير فرهاد محمودي وايي: ((د اوبو او انرژۍ وزارت به ډېر ژر په کابل، بلخ او هرات ولايتونو کې د لمريزې برېښنا پنځه پروژې د پانګونې لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کړي.)) د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې: افغانستان له لمره د ۲۲۲ زره ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري او دغه وزارت په هېواد کې د لمريزې برېښنا د توليد په برخه کې له ترکي، چينايي او نور هېوادونو اړوندو شرکتونو سره پر خبرو لګيا دي.