ټولنه او کلتور

په پکتیکا کې د ۴،۳ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه چک ډیم جوړلو چارې پیل شوې

د پکتیکا د کرنې اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د ارګون ولسوالۍ په غاښي کلي کې د دغه  وزارت له پراختیايي بودجې څخه  د ۴،۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو زېرمه کولو چک ډیم جوړېږي.

د پکتیکا د کرنې اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د ارګون ولسوالۍ په غاښي کلي کې د دغه  وزارت له پراختیايي بودجې څخه  د ۴،۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو زېرمه کولو چک ډیم جوړېږي. د کرنې اوبولګولو او مالداری وزارت معین مولوي زین الدین حسام د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد چک ډیم تخنیکي سروې څو میاشتې وړاندې ترسره شوې وه او اوس یې چارې پیل شوې.د نوموړي په خبره د یاد چک ډیم د جوړولو چارې به د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

 سرچینې زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه د یاد ولایت په ټولو ولسوالیو کې یو یو چک ډیم جوړېږي، چې چارې به یې له پلان سره سم پیل شي.په ورته وخت کې د پکتیکا د کرنې اوبولګولو او مالداری رییس مولوي شېراحمد ذبیح وویل چې د ارګون ولسوالۍ د غاښي کلي چک ډیم ۹ متره لوړوالی ، ۲۸۴ متره د کاسې اوږدوالی او د کاسې ظرفیت ۸۴ زره ۷۳۷ متره مکعبه دی او ۲ زره کورنۍ په غیر مستقیم ډول ورڅخه ګټه اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button