روغتیا

په پکتیا کې د ساري ناروغیو درملنې ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

په پکتيا کې د روغتيا نړيوال سامان په مالي لګښت د انتاني يا ساري ناروغيو ۵۰ بستريز روغتون پرانيستل شو چې نږدې ۶۰۰ زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی.

په پکتيا کې د روغتيا نړيوال سامان په مالي لګښت د انتاني يا ساري ناروغيو ۵۰ بستريز روغتون پرانيستل شو چې نږدې ۶۰۰ زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان ولايتي مسئولان ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه د پکتيا اوسېدونکو  سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

پکتيا کې د روغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو مرستو مسئول ډاکټر ولایت خان حمدزی وايي: «په‌دې کې به  د ساري ټول ناروغان بستري او د هغوی درملنه کېږي، اوسنی تړون یې د شپږو میاشتو لپاره دی، دغه پروژې لنډمهالې وي، خو وروسته بیا غځول کېږي.»

د پکتيا اوسېدونکي بيا د دغه روغتون پرانيستې ته خوښ دي، خو غوښتنه لري چې د معياري خدماتو وړاندې کولو برخه کې بايد د درملو، روغتیایي وسايلو او پرسونل له اړخه شته ستونزې حل شي.

د پکتيا اوسېدونکی جاويد پټان وايي: «د روغتون پرانیستلو ته ډېر خوښ یوو او بل دا چې د سېلابونو له کبله ساري ناروغۍ ډېرې شوې دي او خلکو ته هم زیانونه اوښتي دي.»

د پکتيا اوسېدونکی بختوال وايي: «پکتیا ولایت ته دې ډېر امکانات ورکړي، ځکه له نورو ولایتونو هم دلته ډېر خلک راځي او له هر ځای نه راځي.»

د پکتيا یو بل اوسېدونکی احسان‌الله زیاتوي: «ناروغان ډېر دي، په حوزوي روغتون کې نه کېږي. موږ دې ته اړ یوو چې بل هېواد ته د درملنې لپاره لاړ شو، زموږ درملنه باید همدلته وشي.»

بل‌خوا د پکتيا عامې روغتيا رئيس بيا د دغه روغتون پرانيسته د پکتيا سربېره د ورڅېرمه ولايتونو لپاره هم ښه خبر بولي او وايي هڅه کوي چې خدمات یې پراخ او بسترونه یې لا زيات کړي.

د پکتيا عامې روغتيا رئيس ډاکټر صدرالدين عزام زیاتوي: «د انتاني ناروغیو لپاره موږ ځانګړی روغتون نه درلوده، پر همدې اساس د دې روغتون جوړول د پکتیا او نورو ولایتونو لپاره ډېر ښه چانس دی.»

په دې ودانۍ کې پخوا يوازې د کرونا ناروغانو درملنه او پالنه کېده، خو د مسئولانو په وينا له دې وروسته د ټولو ساري ناروغيو درملنه په‌کې شونې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button