سرلیکنې

په پردیو اتکاء که د هیواد او ملت نابودي

دایو څرګند واقعیت دی او د الله رب العزت د سپېڅلي کتاب قرآنکریم د آیتونو ښکاره سرغړونه ده،چې فرمایلي یې دي. ژباړه: ای مؤمنانو تاسې یهود او نصارا په دوستۍ مه نیسئ دوی هېڅکله ستاسې وروڼه او دوستان کېدای نه شي او د هغوی په دوستۍ مه تېروځئ موږ ولیدل هغو کسانو چې په هغوی یې اتکاء وکړه خپل هېوادونه او ملتونه یې د نابودۍ ترکچې را ټیټ او تباهۍ سره مخ کړل او وروستۍ پایله او انجام یې هم مو ولید چې د خپلو همدغه بادارانو لخوا د دار په تختو وځړول شول، افغان مؤمن او باتور ملت د څلور لسیزو په لړ کې دا هر څه تجربه کړل او په خپلو سترګو یې د هغو اجنټانو انجام ولیده چې په پردیو یې اتکاء وکړه او د خپل ملت په مقابل کې یې د خپل ولس وژلو او ځپلو ته ملاتړلې وه. مؤمن باید له یوه سوري څخه دوه وارې ونه چیچل شي ، مسلمانان باید په خپلو کې سره یو موټی شي، د بهرنیانو په پوچو او بیځایه تبلیغاتو ونه غولېږي او همدارنګه نه د هغه روزل شویو لا سپوڅو او ګوډاګیانو په بېځایه خبرو تېر وزي، چې د بهرنيانو له لوري روزل شي او افغان باتور ملت ته يې ازموينه ورکړې او غواړي د افغان ملت په منځ کې د بې اتفاقۍ تخم وشیندي او د حکومت او ملت ترمنځ فاصله ایجاد کړي او له همدې لارې په ګټه اخیستنې سره وکړای شي خپلې شومې موخې ترلاسه کړي، ورته په ډاګه وایو چې ازمودن تا باز ازمودن خطا است تاسې به هېڅکله بیا په دې غیرتي ملت واکمنې ونه کړئ او دغه خوبونه به مو هېڅکله رښتیا نه شي څرنګه چې مو بادارانو خپلې شومې او ناولې هیلې له ځانونو سره ګورته یووړې ستاسې دغه ارمانونه به هم له خاورو سره خاورې ش.  په دې سپېڅلې خاوره او افغان مؤمن او میړني ملت سره به هېڅ ځای ونه لرئ او د افغانستان راتلونکي نسلونه ستاسې په کړنو لعنت وایي او هېڅوک به ملت ته ستاسې تور مخونه سپین نه کړي هغه تاسې وی چې د خپل هیواد او ملت په سر مو سوداګري وکړه او د نابودۍ تر کندې مو ورساوه اوس د واک واګې د دې هېواد، د ريښتینو او اصلي بچیانو لاس ته ورغلې او د سر په بیه به ترې دفاع او ساتنه کوي او هېچاته به د تخریب اجازه ورنه کړي چې یو ځل بیا زموږ ښکلی هېواد د پردیو د نیابتي جګړو ډګر وګرځوي د یوه آزاد، خپلواک او پر مختللي افغانستان په هیله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button