ټولنه او کلتور

په هېواد کې ۱۲ میلیونه او څه‌باندې ۲۸۸ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ له پیل تر اوسه ۱۲ میلیونه او څه‌باندې ۲۸۸ زرو کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې چې ۷ میلیونه او ۱۰۸ زره یې نارینه او ۵ میلیونه او ۱۸۰ زره یې ښځینه دي.

د ټولو وېشل شویو الکترونیکي تذکرو له ډلې یوازې د ا.ا.ا له حاکمیت تر اوسه په ټول هېواد کې ۶ میلیونه او نږدې ۲۰۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
د ولایتونو ترمنځ تر ټولو ډېرې، په کابل کې ۵ میلیونه او ۵۶۷ زره او ۵۲۴، په هرات کې څه‌باندې ۷۹۶ زره، ننګرهار کې ۶۴۵ زره او ۶۳۵، بلخ کې څه‌باندې ۵۰۸ زره او په کندهار کې ۳۴۳ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۵ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم فعال دي چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته د تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره هڅه کوي ترڅو په هېواد کې د ولسوالیو په کچه د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې فعالې او هېوادوالو ته په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button