ټولنه او کلتورسیاست او دولت

په هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰ بېلابېلې پروژې پیل شوې

  د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پداسې حال کې چې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندزي او د هلمند پوهنتون مشرتابه پلاوي يې ملتیا کوله، په هلمند پوهنتون کې د سړکونو هوارکاري او د پیاده رونو او ګلدانونو جوړولو، د ۳۰ کیلو واټه سولري برېښنا جوړولو، د کتابتون د تجهیز، د دفتري اجناسو د تجهیز، د انجینري او کرهنې پوهنځيو د لابراتواري توکو د خریدارۍ، د ساختمانونو د ترمیماتو او د سرسبزۍ پروژې پرانیستې او دغه راز یې د حفظ او مراقبت،کمپیوټر لب او څېړنیز مرکز د تجهیز پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې. په یادو مراسمو کې سرپرست وزیر د پرمختګ او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یادې پروژې مهمې وبللې او دغه راز یې د هلمند پوهنتون مشرتابه ته د نورو همکاریو ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button