روغتیا

په هلمند ولایت کې لس نوي روغتیايي مراکز پرانیستل شول

 د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د لس نویو روغتیايي مراکزو پرانیسته ترسره کړه. مالي او اداري معین ددې روغتیايي مراکزو د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې وویل چې ددې مراکزو له پرانیستې سره به د هلمند ولایت د ولسونو روغتیايي ستونزې حل شي او دوۍ به له معیاري روغتیايي خدماتو څخه برخمن شي. همدارنګه ښاغلي معین روغتیايي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه؛ څو د ولسونو ته لازم روغتیايي خدمات وړاندې کړي او له ناروغانو سره مناسب چلند وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button