
په هرات کې د کاشي جوړولو لرغونې کارخونه لا هم فعاله ده
د هرات سيمهييز مسئولينو ويلي: له ستونزو سره-سره، په هرات کې د سنتي کاشي جوړولو يوازېنۍ کارخونه لا هم فعاليت کوي.د دې کارخونې له سنتي کاشيو، د هرات د جامع جومات د دېوالونو د ټينګښت او ښکلا تر څنګ، په هېواد کې د لرغونو ابداتو د رغولو په برخه کې ګټه اخيستل کېږي.د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د لرغونو ابداتو د ساتنې آمر زلمی صفا وايي: (( پهدې کارخونه کې د سنتي کاشي توليد په دوو بڼو دی، چې معرق او اووه رنګه کاشی بلل کېږي او د هرات په جامع جومات او نورو لرغونو ابدو کې د اړتيا په صورت کې ترې ګټه اخيستل کېږي.))
پنځوس کلن بشېر احمد فقيري ،چې له څلوېښتو کلونو راهيسي د هرات لوی جامع جومات د کاشي جوړولو په کارخونه کې کار کوي وايي: (( دا کاشي د جامع جومات ښکلاوې دي، د دې جومات ښکلا په همدې کاشي کې ده او اوس يې موږ ترميم کاري کوو.))د کاشي جوړولو دغه استادان په خورا کمه تنخوا کار کوي. د دغو هنرمندانو په وينا، هره مياشت شپږ زره افغانۍ معاش اخلې او دې پيسو يې د کورنيو لګښتونه نشي پوره کېدای.کاشي جوړونکي جليل احمد کريمي وايي: (( پهدې کم معاش مو قناعت کړی دی، مخکې ارزاني وه او بيې ټيټې وې، تر يوه برېده مو ګزاره کېده.))کاشي جوړونکي احمد احمدي وايي: (( ۷۰، ۸۰ شاګردان مو درلودل، د معاش د کموالي له کبله يې کار پرېښود لاړل.))د هرات د لرغونو ابداتو آمريت د معلوماتو پر بنسټ، د کاشۍ جوړولو دغه دوديزه کارخونه، نږدې ۹۰۰ کاله تاريخي مخينه لري. د فرهنګي چارو کارپوهان هم دغه کارخونه د هرات د لرغوني تاريخ تر ټولو پياوړي ستون يادوي.د تاريخي آبداتو کارپوه صديق مير وايي: (( د هرات جامع جومات د کاشيو نمونه د هرات يا تيموريانو د مکتب غوره نمونه ده.))دغو سنتي کاشيو د هرات لوی جامع جومات ته دا ډول ښکلا وربښلې ده. دغه کاشي د سلګونه کلونو په اوږدو کې د ماهرو کاشي جوړوونکو له لوري جوړې او پر دې لرغونې آبدې نښلول شوې دي.د هرات د لوی جامع جومات د دوديزې کارخونې کاشي، د هېواد په نورو لرغونو آبداتو کې هم کارول شوې دي.