دینی لیکنې

په نیوزلند، جرمني اواسترالیا کې څو کورنیو د اسلام مبارک دین منلی

په نيوزلينډ کې يوه تازه مسلمانه شوې کورنۍ وايي، موږ تر ټولو غوره پرېکړه کړې، چې مسلمانان شو او د اسلام مبارک دين په قبولو موږ ته ډېره خوشاله را په برخه شوې ده.پر ټولنيزو رسنيو د دغه کورنۍ دغه خبر ډېر ښکته پورته کېږي او د يادې کورنۍ ستاينه پکې کېږي، چې د اسلام مبارک دين يې قبول کړي.د طوفان توتاخيل په نوم د فيسبوک کاروونکي ليکلي: (( الحمدالله د وياړ او افتخار ځای دی، چې دوی اسلام ومانه، ځکه اسلام د سولې، ورورولۍ، شفقت او د انسانيت دين دی.لکه څنګه چې زموږ دين سپېڅلی دی داسې زموږ مسلمانان هم ښه خلک دي.))د اسلام مبارک دين سپېڅلي او واقعي دين دی او د کافرانو زړونه دې رب صفا کړي ،چې پر دغه سپېڅلي دين مشرف شي.عثمان نوري وايي: سبحان الله! د شکر ځای دی، چې دوی د اسلام په مبارک دين ايمان راوړ. رب دې نورو ته کفارو ته هم توفيق ورکړي چې د اسلام په مبارک دين مشرف شي.))

د يو حديث شريف مفهوم دی که چېرته يو کافر په اخلاص سره کليمه ووايي؛ نو الله ج به يې د کفر ګناهونه ختم کړي.

رفيع الله مومند وايي: ((  الحمدالله ستر جهاد همدې ته وايي، چې د الله ج بندګۍ ته خلک دعوت کړې، نه داسې چې د خلکو زړه له اسلام ور تور کړئ.))

دا په دې يوه اوونۍ کې څوم خبر دی، چې غېرې مسلم د اسلام په مبارک دين ايمان راوړي څلور ورځې وړاندې په استراليا کې دوه اسټراليايي وروڼه د اسلام په مبارک دين مشرف شول. تر دغه خبر وروسته جرمني هېواد کې د مېشتو افغانانو په هڅو المان کې يوې کورنۍ ټولو غړو د تېرې جمعې تر لمانځه وروسته اسلام دين ومانه او مسلمانان شول. پامير: وطنوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button