ټولنه او کلتور

په نيمروز کې سختو بادونو بې ځايه شوې کورنۍ زيانمنې کړي

په نيمروز کې اورښتونو او سختو بادونو د کورنيو بې‌ځايه شويو خيمې ويجاړې کړې دي.په نيمروز کې دغه بې‌ځايه شوي په خورا زياته سړه هوا کې په خيمو او کورونو کې ژوند کوي او يو شمېر يې د هوا د سړېدو او د امکاناتو د نه‌شتون له امله ناروغ شوي دي.

په نيمروز کې اورښتونو او سختو بادونو د کورنيو بې‌ځايه شويو خيمې ويجاړې کړې دي.په نيمروز کې دغه بې‌ځايه شوي په خورا زياته سړه هوا کې په خيمو او کورونو کې ژوند کوي او يو شمېر يې د هوا د سړېدو او د امکاناتو د نه‌شتون له امله ناروغ شوي دي.بې‌ځايه شوي احياءالدين وايي:  ((دولت  دې زموږ غم وخوري او موږ ته دې سرپناه راکړي.))بې‌ځايه شوې ماه ګل وايي:  (( موږ د خدای هېڅ نه‌لرو، له موږ سره دې مرسته وکړي، غريب او بې‌وزله يو.))دغه بې‌ځايه شوي چې شمېر يې اوياوو کورنيو ته رسېږي، د نيمروز د بدني روزنې ادارې له لوري په سپورتي لوبغالي کې ځای پرځای شوي دي.بې‌ځايه شوې خال بي‌بي وايي:  (( د شپې په سړه هوا کې له خپلو بچيانو او لمسيانو سره بېخي لړزې واخيستلم. کور مې ړنګ شو، د خدای څه نه‌لرو. کمبپلې مو نه درلودې چې پر سر يې ونيسو.))د نيمروز د بدني روزنې آمر عبدالشکور نوابي زياتوي:  (( پرېکړه مو کړې چې د هغوی د ځاني زيان ژغورنې لپاره کوچيان د بدني روزنې سالون ته انتقال کړو.))ورته مهال، د نيمروز سيمه‌ييز مسئولين له مرستندويو بنسټونو او سوداګرو غواړي چې په‌دې ولايت کې له بې‌ځايه شويو کورنيو سره مرسته وکړي.د نيمروز د کډوالو او راستنيدونکو چارو رئيس صديق‌الله نصرت وايي:  (( موږ له ټولو بډايو کسانو او خير غوښتونکو غواړو، چې د خوړو او پوښاک په برخه کې هغوی ته رسېدنه وکړي.))د نيمروز د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رئيس محمد قاسم وايي:  (( موږ دلته راغلي يوو ،چې هغوی ته لومړني توکي، خوراکي توکي او کمبپلې راوړو.))په دې تېرو څو ورځو کي د هېواد زياتې سيمې د واورې اورېدو او د هوا د سړيدو شاهدانې وې، چې له امله يې بېځايه شوې کورنۍ له خورا زياتو ستونزو سره مخ شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button