
ټولنه او کلتور
په نيمروز کې د سرشيلې پُل جوړ شو
په نيمروز کې د سرشيلې پُل د رغولو چارې د ۲۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په نيمروز کې د سرشيلې پُل د رغولو چارې د ۲۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د نيمروز والي ملا نجيب الله رفيع، د علماوو د ولايتي شورا استازي مولوی ذکريا عظيمي، د اقتصاد رئيس ملا عبدالغفور حاجيمبارک، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس مولوي عبدالرحيم فياض، سپين ږيرو او ځوانانو ګډون کړی و. ياد پُل د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۱ متره سور په لرلو سره د ۲۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوی، چې ورسره به د تګ راتګ برخه کې زياتې آسانتياوې رامنځته شي.