اقتصادګزارش

په ننګرهار کې سوداګر او بزګران د سړوخونو جوړولو غوښتنه کوي

شریعت: ننگرهار د مديترانه‌يي اقليم په درلودلو سره د هېواد په کچه د تازه مېوو، سبزیجاتو او کرنیزو پیداوارو له اړخه ډېر ښه ظرفیت لري، چې کولی شي نه یوازې د ننګرهار ولایت خلکو لپاره بلکې د هېواد دننه د مصرف تر څنګ بهرنیو هېوادونو ته هم د صادراتو ظرفیت او وړتیا ولري.

9 / 100

شریعت: ننگرهار د مديترانه‌يي اقليم په درلودلو سره د هېواد په کچه د تازه مېوو، سبزیجاتو او کرنیزو پیداوارو له اړخه ډېر ښه ظرفیت لري، چې کولی شي نه یوازې د ننګرهار ولایت خلکو لپاره بلکې د هېواد دننه د مصرف تر څنګ بهرنیو هېوادونو ته هم د صادراتو ظرفیت او وړتیا ولري.

په ننګرهار کې د بزګران او سوداګرو په وینا چې د اسلامي امارت په راتک سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه راغلي، هرې برخې ته د پام وړ خدمتونه شوي دي، د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه غواړو چې په ننګرهار کې یوه ستره سړه‌خونه جوړه کړي.

د ننګرهار وادي کرنېز ا شرکت ویاند سید همایون غریب‌مل د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په ځانکړې مرکه کې وویل: په ټول هېواد کې نږدې ۸ ولایتونو کې شاوخوا لس لویې سړې‌خونې جوړې شوې دي، چې شمېر يې دېر کم دی، باید لا نورې هم جوړې شي.

ښاغلی غریب‌مل زیاته کړه، چې ځينې مېوې په ځینو فصلونو کې ډېرې ارزانېېږي او دلیل یې هم دا وي چې بزګر د هغوی د ساتلو لپاره سړې‌خونې نلري. د هغه په وینا که سړې‌خونې ولرو مېوې به مو لا ارزښت پیدا کړي، د بزګر اقتصادي حالت به مو ورسره ښه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د راپورونو له مخې په هېواد کې د بسته‌بندۍ او پروسس ګڼ مرکزونه هم پرانیستل شوي دي، چې د زراعتي محصولاتو د ساتنې او وچوولو ظرفیت لري؛ همداشان له نن څخه ۳ کاله وړاندې په ننګرهار کې پلان و، چې په لس جریبه ځمکه کې د حلقوي سړک ته څېرمه ستره سړه‌خونه جوړه شي، خو متاسفانه جوړه نه شوه.

دی وایي چې له بده مرغه په ننګرهار کې دا مهال په دولتي کچه ستره سړه‌خونه شتون نلري؛ امېد لرو چې د اسلامي امارت مشران دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او  ژر  پرې کار شروع کړي.

بل لورته د ننګرهار  ولایت د کامې ولسوالۍ یو تن بزګر محمدنبي وایي چې د اسلامي امارت په راتک سره زیات شمېر اقتصادي کارونه تر سره شوي دي. نوموړی د حکومت له مشرانو څخه غوښتنه کوي، چې په ننګرهار کې یوه ستره سړه‌خونه جوړ کړي چې زمونږ د بزګرانو ستونزې حل شي.

د هېواد یو تن سوداګر حضرت ګل د شریعت ورځپاڼې ته وویل چې زموږ سبزي او مېوې چې کله ګاونډیو هېوادونو ته ځي او کله چې سېزن ختمېږي، هغه مېوې او سبزي په ګران قیمت پر موږ خرڅوي.

نوموړی زیاتوي که په ختیځو ولایاتو کې د اړتیا وړ سړې‌خونې جوړې شي، افغانان به په دغه برخه کې پر ځان بسیا شي.

سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button