روغتیا

په ننګرهار ولایت کې د شکر ناروغۍ د کنټرول مرکز پرانیستل کېږي

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د ننګرهار والي، حاجي ملا محمد نعیم اخند په شتون کې د ایران هېواد سرقونسل مجید صادقي دولت آبادي سره لیدنه ترسره او د شکر ناروغۍ د کنټرول  مرکز پرانیستې په اړه يې ورسره خبرې وکړې. په دې لیدنه کې د یاد مرکز په تجهیزولو، اړینو وسایلو د متخصصو کسانو په روزلو، درملو او تشکیل خبرې وشوې چې ډېر ژر به په کې نور اړین او لازم امکانات برابر او پرانیسته به یې ترسره شي. د شکر ناروغۍ د کنټرول مرکز د پښتورګو روغتون کې چې ودانۍ یې له مخکې شتون درلود پرانیستل کېږي، چې د یو میلیارد تومنو په لګښت ورته تجهیزات او درمل ورکړل شوي او روغتیايي پرسونل یې په ایران هېواد کې د لنډ مهال لپاره روزل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button