
په ننګرهار او کونړ کې د ۱۰۰۰ ټنو ليتيمو د قاچاق مخه ونيول شوه
د استخباراتو د عمومي رياست او دکانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو پر اساس او د زړورو امنيتي ارګانونو په ګډې همغږي په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د قيمتي ډبرو د قاچاق مخه ونيول شوه.
د استخباراتو د عمومي رياست او دکانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو پر اساس او د زړورو امنيتي ارګانونو په ګډې همغږي په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د قيمتي ډبرو د قاچاق مخه ونيول شوه.د استخباراتو د اپراتيفي چارو رئيس ډاکټر بشير وويل: د ننګرهار هوايي ډګر ته څيرمه د قيمتي ډبرو په يو زيرمتون کې چې د قاچاقبرانو له لوري په کې د ليتيم په نامه قيمتي ډبرې د قاچاق لپاره زيرمه شوي وې، چې اندازه يې د نوموړي په وينا شاوخوا ۲۰۰ ټنه په ننګرهار کې او اته سوه ۸۰۰ ټنه په کونړ کې وې، چې ټول ټال زر ټنه کېږي ، ونيول شوې.ډاکټر بشېر وويل، چې په نيول شويو قاچاقبرانو کې دوه تنه يې بهرني اتباع او درې تنه يې افغانان دي.نوموړي وويل، چې يادو قاچاق برانو دغه قيمتي ډبرې د پاکستان او تاجکستان له لارې چين ته قاچاق کولې چې پر وخت ونيول شول.په ورته وخت کې د کانونو او پټروليم وزارت د عوايدو رئيس مولوي محمد رسول عقاب وويل : د امير المومنين حفظه الله د حکم په اساس هېچاته اجازه نشته چې د هېواد قيمتي ډبرې او منرالونه په يو نوم اوبل نوم قاچاق کړي .نوموړي وويل ،چې د تېر نظام پر مهال همدا تيګې کيلو په پنځه افغانۍ خرڅېدې او پاکستان ته قاچاق کېدې او له هغه ځايه نورو هېوادونو ته وړل کېدې.ده وويل: د افغانستان دغه تيګې له ۷ سلنه نيولې تر ۳۰ سلنې ليتيم او انتوموني لري ،چې په نړۍ کې قيمتي منرالونه دي.