ټولنه او کلتور

په معیاري ډول د «شهر نو» پارک د بیارغونې چارې پیل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند، د کابينې يو شمېر غړيو او نورو مسئولينو پرون د «شهر نو» پارک د بیارغونې پروژې پرانيسته وکړه.د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په کابل کې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل: له ژورو تحولاتو او د اسلامي امارت له راتګ وروسته، تر هر وخت ښه د پانګونې او د هېواد د آبادۍ لپاره زمینه برابره شوې ده او د افغان ملت هیلې به په واقعیت بدلې شي.عزیزي زیاته کړه چې د اسلامي امارت مسئولین د ملت په همکارۍ او همغږۍ، تل هڅې کوي چې د افغانستان د توسعې او آبادۍ لپاره له مناسبو لارو چارو او فرصتونو څخه استفاده وکړي.هغه له ټولو اړوندو دولتي ادارو او قراردادي شرکت څخه چې د دې مهمې پروژې د تطبیق او د پانګونې د راجلبولو په لاره کې هڅې کړې دي؛ مننه وکړه.دغه راز د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د «شهر نو» پارک د بیارغولو پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او پر ټولو سوداګرو او هېوادوالو یې غږ وکړ چې د ښار په آبادولو او پاک ساتلو کې دې خپله ونډه او مسئوليت ترسره کړي.همدا رنګه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي قدرت الله جمال، د یادې پروژې د جزئیاتو او اقتصادي ارزښت په اړه  معلومات ورکړل او ویې ویل: د «شهر نو» پارک پروژې د پانګونې اندازه ۱۴ میلیونه ډالره ده؛ له دې پروژې څخه د اسلامي امارت عواید ۲۸ میلیونه ډالره دي او په پارک کې ۵۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.مولوي جمال زیاته کړه چې د پارک د بیارغونې پروژې د تړون موده ۳۰ کاله ده چې په درېو کلونو کې به یې چارې پای ته ورسېږي.د هغه د معلوماتو له مخې؛ په یاد پارک کې ۶۰۰ متره مربع ځمکه د معیاري جومات لپاره او د پارک د زرغونتیا لپاره ۶۵ سلنه ځمکه انتخاب شوې ده او دغه راز د ۳۰۰ موټرو لپاره د معیاري پارکینک ځای، تر ځمکه لاندې سوداګریز مرکز، د پارک په څنډه کې سوداګریز کمپلکس، د ښځینه‌وو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز، د فوټسال لوبغالی، تفریحي ځایونه، رسټورانټونه، د لامبو حوضونه او نورې آسانتاوې په پام کې نیول شوی دی.د یادونې وړه ده چې د «شهر نو» پارک عمومي چوکاټ په ۹۳ زره متره مربع ځمکه کې مشخص شوې ده چې د «مصطفی صادق عظیمي» شرکت له لوري په درېو کلونو به په معیاري او عصري ډول بیا ورغول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button