
ټولنه او کلتور
په مالیې وزارت کي د مرکز د غوره پوهنتونونو له ممتازو فارغ سوو محصلینو څخه د ګمارني ازموینه واخیستل سوه
په مالیې وزارت کي د مسلکي کدرونو د جذب، کار اهل د کار ته دسپارلو او د یوې تلپاتي مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه د مرکز کابل د غوره پوهنتونونو د (۱۴۰۰ او ۱۴۰۱) هجري لمریزکلونو له (۳۲۰) تنو فارغ سوو ممتازو محصلینو څخه ازموینه واخیستل سوه د ازمويني په دې پروسه کي د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر، د یادو وزارتونو یو شمېر مسؤلینوفارغ سوو محصلينو او رسنیو ګډون کړی وو. یاد وزارت تل هڅه کوي، چي په اړوندو برخو کي مسلکي اشخاص په دندو وګماري او په راتلونکي کي به هم د ورته پروسې په څېر د دندو فرصتونه برابر کړي؛ تر څو د هیواد مسلکي کدرونه د یوې مسلکي اداري پر مټ ولس ته د غوره خدمتونه جوګه وګرځي