ټولنه او کلتور

په لوګر کې زرو ښوونکو ته د استوګنيزو نومرو د اسنادو وېش پيل شو

د لوګر د پوهنې رياست مسئولين وايي، چې د دې ولايت مرکز ته اړوند نږدې زر ښوونکو ته د نمرو د اسنادو د وېش لړۍ پيل شوه.د دغه ولايت د پوهنې رياست وياند شاه پور عرب باختر آژانس ته ويلي؛ مرکز ته اړوند د ۷۵ ښوونځيو ۹۹۷ مستحقو ښوونکو ته په ځانګړي شوي ښارګوټي کې د ورکړل شويو استوګنو نومرو د اسنادو د وېش لړۍ ‌د پوهنې رياست د مسئولينو او د ځمکو له غصب د مخنيوي کمېټې د  هلوځلو په پايله کې پيل شوه، چې له راتلونکو شلو ورځو به بشپړه شي. عرب زياته کړه، چې په ياد ښارګوټي کې د تېر پرځول شوي حکومت پر مهال د دې ولايت د مرکز  ۷۵ ښوونځيو ۹۹۷ تنو مستحقو ښوونکو ته يوه – يوه نومره ځمکه ور کړل شوې وه، چې پرون يې د ورکړل شويو نومرو اسنادو د ورکړې لړۍ پيل شوې.د يادونې وړ ده، چې دغه ښارګوټی د پل علم شمال لوېديځ ته د شېروازې په سيمه کې دولتي پوهنتون ته څېرمه موقعيت لري، چې۳۵۰ جرېبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button