اقتصاد

په لوګر کې د ٩ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت د مرکز اړوند په ۵ ښوونځیو کې د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو او روغتیا ساتنې د آسانتیاوو د برابرولو په موخه د ۴ پروژو چارې پیل شوې دي.

 د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت د مرکز اړوند په ۵ ښوونځیو کې د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو او روغتیا ساتنې د آسانتیاوو د برابرولو په موخه د ۴ پروژو چارې پیل شوې دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب وویل؛ دغې پروژې چارې د یاد ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې، چې چارې به یې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې بشپړې شي.

د یاد ریاست د مسوولینو په خبره یادو پروژو کې د پاکو اوبو لپاره پر لمریزې برېښنا سمبال د ژورو څاګانو کېندل، د کانکریټي کثافت دانیو، لاس مینځلو ځایونو او بیت الخلا جوړول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د  دغو پروژو په  بشپړېدو سره به تر سلو زیات ښوونکو او ۳ زره زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه او د روغتیا ساتنې اسانتیاوې برابرې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button