ګزارش

په لوګر ولایت کې یو باب ښوونځی تاسیس شو

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند آبچکان کلي کې «د آبچکان مرکزي» په نوم لومړنی ښوونځی د پوهنې مسئولینو، علماوو او د سیمې د قومي مخورو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو

 

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند آبچکان کلي کې «د آبچکان مرکزي» په نوم لومړنی ښوونځی د پوهنې مسئولینو، علماوو او د سیمې د قومي مخورو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
د یاد ولايت پوهنې مسئولين وايي، ټاکل شوې ده، دغه لومړنی ښوونځی د نوي ښوونیز (١٤٠٣ لمریز) کال سره سم په کار پيل وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره د یاد کلي شاوخوا ۴۰۰ ماشومانو ته د زده کړو آسانتیا برابره شوې ده.
په پلان کې ده، چې ډېر ژر د لوګر پوهنې رياست له لوري د مناسب ښوونیز چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د یاد ښوونځي لپاره يوه مناسبه ودانۍ جوړه شي.
د سيمې اوسېدونکو هم په خپل کلي کې د ښوونځي د جوړېدو تود هرکلى وکړ او په یاده برخه کې يې د پوهنې رياست له پاملرنې مننه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button