سیاست او دولت

په لومړيو دریو میاشتو کې ۷۰۰ زره برېښنایي تذکرې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په ټول هېواد کې څه باندې ۷۰۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، دغه شمېر پېژندپاڼې د هېواد په ٧٦ بېلابېلو مرکزونو وېشل شوې دي. د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش تر ټولو لوړه شمېره په کابل ولایت کې وه، چې څه باندې ۱۳۱ زره کسانو ته وېشل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button