
ټولنه او کلتور
په لغمان کې ګڼ شمېر پروژې پيل شوې
د لغمان د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي، چې په اليشنګ ولسوالۍ کې د ۴۵۰ ميليونو افغانيو په لګښت د ګڼ شمېر پروژو، د بنسټ ډبرې کېښودل شوې. د دغه ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس وايي، چې دغه پروژې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۴۵۰ ميليونو افغانيو په لګښت پلې کېږي، چې په کې د ۲۰۰ کيلومتره سړک رغول، د ۴۰۰ کيلومتره سړک بيارغونه ،۱۲۰۰ د کيلومتره کانال پاکول، د ۳۰ کيلومتره استنادي دېوالونو رغول او د دې ترڅنګ ۱۶۵۰ بي سرپرستو کورنيو ته د ۱۰ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو ورکول شامل دي ،چې په دې سره به ۲۴ زره کسانو ته د کارزمينه برابره شي. نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال په دغه ولايت کې د ۳۳ موسسو له لوري د ۹۲ پروژو چارې روانې دي.