ټولنه او کلتور

په قوای مرکز سیمه کې د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

 د دویمې ناحیې اړوند په قوای مرکز سیمه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري، په داسې حال چې د کابل ښاروالۍ یو شمېر رئیسانو، د سیمې مشرانو او ګڼ شمیر اوسېدونکو یې ملتیا کوله د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په یادو مراسمو کې ښاغلي سجستاني د اسلام مقدس دین له نظره د جوماتونو جوړولو په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې، دا جومات د سیمې د دین دوسته اوسیدونکو په غوښتنه او د دویمې ناحیې د رئیس مولوي شبیر احمد صابر په هڅو، د کابل ښاروالۍ د نقشې مطابق له حج او اوقافو وزارت سره په همغږۍ جوړیږي. نوموړي زیاته کړه چې، جوماتونه نه یوازې د عبادت ځایونه دي، بلکې زموږ د اولادونو د ښوونې او روزنې ځای هم بلل کیږي او تل ترې د یوالي پیغام خپور شوی دی. د دویمې ناحیې رئیس وویل چې، (۴۹۷) متر مربع ځمکه له مخکې د یاد جومات دجوړولو په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري ځانګړې شوې وه. ددغه جومات ودانۍ د محمد حبیب په نامه د یادې ناحیې د یوه اوسېدونکي په مالي ملاتړ په دریو پوړونو او (۳۵۸) متر مربع ځمکه کې د شپږو میاشتو په موده کې جوړیږي. د یاد جومات په هر پوړ کې په یو ځل (۳۰۰) تنه لمونځ کوونکي خپل لمونځ ادا کولای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button