هیواد

په فراه کې له ۱۷ دینې مدرسو ۱۸۰ تنه فارغ شول

د فراه د ۱۷ دیني مدرسو له بېلابېلو برخو څخه ۲۸۰ تنه فارغ او د فضیلت پګړۍ یې وتړلې.

په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي، چارواکو او یو شمېر دیني عالمانو فارغو شویو طالب‌العلمانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغوی وغوښتل ،چې پر خپلو ترلاسه شویو علومو په سمه توګه عمل وکړي او د ټولنې نورو وګړو ته د علم او حکمت په رسولو کې هڅې وکړي.

ورته مهال د جامعة الهدا د سترې ديني مدرسې مسئول شيخ سيد عبدالقيوم اغا بيا باختر خبري آژانس ته ويلي؛ چې د جامعة الهدا د ديني مدرسې د ١٩مې دورې د فارغانو په ګډون له ۱۷نورو دیني مدرسو څخه  (۲۳۵ نارینه او ۴۵ ښځینه) د حدیثو، تجوید او فقهې له څانګو فارغ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button