روغتیا

په فراه کې د ګوزڼ ضد واکسینو د ۴ ورځني کمپاين پیل کېدل

په فراه کې له پرچمن ولسوالۍ پرته د مرکز په ګډون لسو ولسواليو کې د ګوزڼ ضد واکسین یا پوليو د تطبیق ۴ ورځنی کمپاين پيل شو.

په فراه کې له پرچمن ولسوالۍ پرته د مرکز په ګډون لسو ولسواليو کې د ګوزڼ ضد واکسین یا پوليو د تطبیق ۴ ورځنی کمپاين پيل شو.

د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق د پرانيستې مراسمو کې د ولايت مقام، عامې روغتيا، اطلاعاتو او فرهنګ، امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياستونو استازو، معافيت کتلوي آمر ډاکټر نورالله «افضلي»، يونيسف دفتر د عامه پوهاوي ولايتي مسؤل احمد جان «رحيمي» او يو شمير نورو مسؤلينو هم ګډون درلودل.

باختر خبري اژانس د یاد کمپاین په اړه د کتلوي معافیت آمر ډاکټر نور الله افضلي له قوله وويل: «دا کمپاین به د روانې اونۍ له دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې د ۴ ورځو لپاره د فراه ولایت له پرچمن ولسوالي پرته، د دې ولایت د مرکز په ګډون په ۱۰ ولسوالیو کې پلي شي، چې په ترڅ کې به یې تر ۵ کلونو کم عمره ۲۲۵ زره ۵۶۵ ماشومان واکسین شي».

ښاغلي افضلي همدارنګه زیاته کړه، چې د یاد کمپاين په تطبيق کې ۱ زر او ۷۰۴ تنه رضاکاران، ۲۱۷ سوپروایزران، ۶۵ کوردیناټوران، ۶۵ جریان مانیټوران،  پاسټ مانیټوران، ۱۲ تنه ال.ک.س. سرویران، په بالابلوک، خاکسفيد، ګلستان او پشترود ولسواليو کې ۳۷۴ تنه مبلغین ګډون لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button