ټولنه او کلتور

په فراه ولایت کې د برمې ژورې څاه ته لویدلی څلور (۴) کلن ماشوم له (۱۸) ساعتونو ګړندیو هڅو وروسته وژغورل شو!

فراه ولایت د داراباد کلي ته څېرمه په حاجي ګلو کاریز کې د برمې ژورې څاه ته د (محمد) په نوم څلور (۴) کلن لویدلی ماشوم، د دې ولایت د امنیه قوماندان مولوي عبدالظاهر "خادم" په ګډون د عامې روغتیا مرستیال رئیس ډاکټر دین محمد "عبدالحق"، اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحي "سباوون"، سرحدونو او قبایلو چارو رئیس مولوي تاج الدین "منصور"، د عامې روغتیا روغتیایي او له هلمند ولایت څخه د ژغورنې تخنیکي ټیمونو، د ګڼو ملکي، امنیتي او روغتیایې کسانو له شاوخوا (۱۸) ساعتونو هلو ځلو او زیار څخه وروسته ژوندی را وایستل شو او د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته ولېږدول شو.

فراه ولایت د داراباد کلي ته څېرمه په حاجي ګلو کاریز کې د برمې ژورې څاه ته د (محمد) په نوم څلور (۴) کلن لویدلی ماشوم، د دې ولایت د امنیه قوماندان مولوي عبدالظاهر “خادم” په ګډون د عامې روغتیا مرستیال رئیس ډاکټر دین محمد “عبدالحق”، اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحي “سباوون”، سرحدونو او قبایلو چارو رئیس مولوي تاج الدین “منصور”، د عامې روغتیا روغتیایي او له هلمند ولایت څخه د ژغورنې تخنیکي ټیمونو، د ګڼو ملکي، امنیتي او روغتیایې کسانو له شاوخوا (۱۸) ساعتونو هلو ځلو او زیار څخه وروسته ژوندی را وایستل شو او د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته ولېږدول شو.

د یاد ماشوم د درملنې پر مهال د ولایتي روغتون د بیړنۍ څانګې ډاکټر شیر زاد د ماشوم روغتیایې حالت د ډاډ وړ وبلل او وې ویل؛ چې د زیات وخت له کبله ماشوم یو خوا د خپل بدن اکسیجن او له بلې خوا لاس او پښې له لاسه ورکړې دي.

ښاغلي “شیرزاد” زیاته کړه، چې د ماشوم درملنه همدلته په فراه ولایت کې کېږي او د درملنې په موخه یې بلې سیمې ته د لېږد اړتیا نشته.

باید وویل شي، چې ماشوم د برمې څاه په دیرش (۳۰) مترۍ کې بند پاتې و، چې د روغتیایې او تخنیکي ټیمونو له لوري په ډیره چټکۍ سره را وایستل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button