
اقتصاد
په فراه ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
. د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د فراه ولایت د مرکز اړوند په رج بالا کلي کې د (11432579) افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې رغنیزې چارې بشپړی او ګتې اخیستې ته وسپارل شوې. یاد شبکه 50 مترمکعب د پاکو او صحي اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او په یو وخت کې شاوخوا (455) کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.