
په غزه کې روان ناورین که اسلامي امت ته د یووالي انګېزه
غربي فرعوني استعمار او اسرائیلي صهيونیستي رژیم، چی په فلسطین کې يې د مسلمانانو عاموژنه پیل کړې ده، خو دټولې نړۍ اسلامي او غیر اسلامي هیوادونه او همدا رنګه د بشر د حقوقو ټېکه داران چپه خوله دي او دا درېيمه اوونۍ ده، چې د بې ګناه فلسطینیانو نسلوژنه روانه ده .
غربي فرعوني استعمار او اسرائیلي صهيونیستي رژیم، چی په فلسطین کې يې د مسلمانانو عاموژنه پیل کړې ده، خو دټولې نړۍ اسلامي او غیر اسلامي هیوادونه او همدا رنګه د بشر د حقوقو ټېکه داران چپه خوله دي او دا درېيمه اوونۍ ده، چې د بې ګناه فلسطینیانو نسلوژنه روانه ده .الله رب العزت پر هر څه قادر دی او د مسلمانانو نصرت به کوي، خو دنیا په حقیقت کې د آزموینې یو ډګر دی او له موږ آزموینه اخلي . د دنیا او مادي امکاناتو له مخې خو نړیوال غربي استعمار او پلویان يې ډاډه دي، چې فلسطینیان نابود او د نړۍ له کرې څخه محوه کړي، خو واقعیت داسې نه دی. الله ج د خپل عادت له مخې تل کمزورو ته پر زورورو بریا ورپه برخه کړې ،چې بېلګې يې د تاریخ په پاڼو کې خوندي او محفوظې دي. لکه چې نمرود يې د ګوډ ماشي په ذریعه هلاک او تباه کړ او همدا رنګه اصحاب الفیل يې د کوچنیو مرغانو( توتکيو) په ذریعه هلاک کړل او همدارنګه فرعون چې خپل ځان اناربکم الاعلی باله د اوبو په ذریعه هلاک کړ او د عبرت په توګه يې اوس هم جسد د مصر په موزیم کې خوندي دی او نورې داسې په لسګونو بېلګې شته، چې باید عبرت ترې واخیستل شي، خو الله ج په خپل سپېڅلي کتاب قرآنکریم کې فرمايي ، چې کافران د آخرت په ورځ ایمان نه لري او له دغو واقعاتو پند نه اخلي. په دې وروستیو کې د افغان مجاهدینو په مقابل کې د نړۍ د درېو سترو امپراتوريو ماته د کمزورو افغانانو په لاس د یوویشتمې پېړۍ الهي معجزه بولو، چې په مادي امکاناتو او د عصر پر مدرنو وسایلو سنبال ځواکونه يې له شرموونکو ماتو سره مخامخ کړل. د مسلمانانو او اسلامي امت په مقابل کې د صلیبي جنګونو پیلول او د مسلمانانو پرخلاف د هغوی وحدت او اتحاد اسلامي امت ته دا انګېزه ورکوي، چې مسلمانان هم په خپلو کې سره یو موټی شي او د نړیوال کفر په مقابل کې خپل دریځ څرګند او روښانه کړي. دکمزورو فلسطینیانو پر خلاف د نړیوال کفر ګډ دریځ او د فلسطینیانو عاموژنه د اسلامي امت د یووالي لپاره ښه فرصت او زرین چانس دی ، چې په خپلو کې سره یو موټی شي او خپل سرنوشت په خپله وټاکي. که د اسلامي حکومتونو زمامداران د صدام حسین، قذافي، شهید محمد مرسي او داسې نورو په زرګونو مسلمانانو، مجاهدینو او سیاسي مشرانو له انجام څخه عبرت وانه خلي، لرې نه ده چې یوه ورځ به دوی هم د دار په تختو وځړول شي، خو الحمدلله موږ هیله من یو، چې د فلسطیني او حماس مجاهدینو په مقابل کې به یو ځل بیا دالله ج په نصرت او مرسته د و خت فرعون ډوله اسرائیلي صهیونيستان له بشپړې ماتې سره مخ کېږي او وروستی بری به د مجاهدینو په برخه وي.تر دې مهاله د غزې په تراړه کې د حماس مجاهدينو د فرعوني لښکرو له سلو زیات زغره وال ګاډي د ال یسین 105 توغندیو په ذریعه له منځه وړي او یو شمېر جنګي الوتکې يې رانسکورې کړي دي، چې ډېر ژر به ان شاء الله او دالله ج په مرسته د فرعوني لښکرو د بشپړې ماتې شاهدان واوسو. په همدې هیله.