
په غزني کې د تاریخي آبدو د بیا رغونې چارې پیل شوې
په غزني کې د تاریخي آبدو د بیا رغونې چارې پیل شوې تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي له لوري د پټۍ په پرې کولو سره په غزني ولایت کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ تاریخي آبدو د بیا رغونې چارې پیل شوې.
په دې اړه د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وایي، په دغه ولایت کې د خواجه ملکیار پرنده تاریخي آبدې، د غزني د زاړه ښار برجونه، د غزنویانو دورې د منارونو د فرش ډبرې او د تاج اولیاء تاریخي مقبرې د بیا رغونې چارې نن پیل شوې. ښاغلی نثار زیاتوي، چې د یادو ۶ تاریخي آبدو په بیا رغونه شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د یونسکو له لوري پرې کیږي او د تعلیم او کلتور د ملاتړي موسسې (ECSO) په واسطه به پلي شي. په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبدو د ساتنې رئیس انجینیر محمد حسیب نسیمي وایي، چې د یادوتاریخي آبدو د بیارغونې چارې به د دغه ریاست د انجینرانو د هدایت او څار لاندې په مخ لاړې شي. ورپسې ښاغلي عزیزي له نړيوالو وغوښتل چې تاریخي او کلتوري مسایل دې له سیاست څخه لرې وساتي او له افغانستان سره دې د تاریخي آبدو په بیا رغونه کې مرسته وکړي.