
په سپين بولدک کې يو شمېر پروژې پيل شوې
د سپين بولدک ښاروالۍ ويلي: په دې ولسوالۍ کې د خلکو په غوښتنه يو شمېر مهمې پروژې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به يې خلکو ته زياتې اسانتياوې برابرې شي.د دې ولسوالۍ ښاروال قاري مسافر وايي: د يو شمېر نورو مهمو پروژو ترڅنګ يې د شهيد بازار سړک چې له کلونو په سخت ويجاړ حالت کې و او زياتې ټرافيکې پېښې به ورباندې کېدې، د رغونې چارې يې پيل کړې دي.د ده په خبره، دغه سړک ۴۵۰۰ متره اوږدوالی لري، چې په دې ولسوالۍ کې پر ياد سړک ډېره ګڼه ګوڼه هم وي. ((د دغه بازار ټول مشران را ټول شوي وو، چې د سړک له خرابوالي يې شکايت کاوه، که څه هم زموږ بودجه کمه وه، خو بيا مو هم د خلکو د غوښتنې په خاطر د دغه سړک د شګې اچونې چارې پيل کړې.)) د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره پر فرضي کرښه پرته ده، سرحدي ولسوالي ده، زيات نفوس لري او خلک يې د ډېرو رغنيزو کارونو غوښتنه کوي.دوی وايي: په تېرو کلونو کې دا ولسوالۍ له رغنيزو چارو محرومه وه او ډېرې کمې رغنيزې چارې په کې تر سره شوې دي.(( پر دغه سړک ډېر موټر تګ راتګ کوي او موږ غوښتنه کوو ،چې دغه سړک د شګې اچونې ترڅنګ پوخ هم کړي، ځکه دغه سړک ډېرې لوړې او ژورې لري چې ډېر وخت رکشاوې په کې چپه کېدې. ))د دې ولسوالۍ ښاروال بيا له خلکو غواړي ،چې خپل ماليات پر وخت دولت ته تحويل کړي ،چې په مقابل کې به يې د دې ولسوالۍ لپاره زياتې رغنيزې چارې ترسره شي.