سرلیکنې

په زور کلي نه کېږي

امریکا د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د غزې په تړانګه کې د اوربند غوښتنه رد کړه. امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  له لوري هغه وړاندیز رد کړ چې په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کړې وه .

امریکا د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د غزې په تړانګه کې د اوربند غوښتنه رد کړه. امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  له لوري هغه وړاندیز رد کړ چې په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کړې وه .د ملګرو ملتونو د امنیت شورا عمومي منشي انتوني ګویترش څو ورځې وړاندې په  غزه کې د اسرائیلي صهيونيستانو او غربي ښکېلالګرو له لوری د روان وحشت او بشري ناورین په تړاو په خپله وینا کې وویل چې د بیړني اوربند لپاره خپله رایه وکاروئ ،چې له امریکا پرته ټولو هیوادونو مثبته رایه وړکړه ،خو  امریکا خپله منفي رایه څرګنده کړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دریځ د خواشينۍ او غندنې وړبللی او ویلي یې دي ،چې امریکا د دغه دریځ په اختیارولو سره په غزه کې روان ظلم کې ځان شریک کړ .د وزارت پر ایکس پاڼه خپاره شوي پیغام کې ویل شوي: دايو ځل بیا ښکاره کوي چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت نړیوال جوړښتونه د خپلو موخو لپاره کاروي. دغه راز د وزارت په پیغام کې راغلي دي چې امریکا په فلسطین کې جنګي مجرمان رټي او د خزانې پر وزارت بندیزونه لګوي او په غزه کې د اوربند مخالفت کوي .سیاسي کارپوهان او د فلسطین د قضيې څارونکي هم په دې باور دي چې په غزه کې د اوربند په اړه د امریکا مخالفت په ډاګه کوي چې همدوی په نړۍ کې د سولې او ثبات د ښمنان دي.په  سر کې مو ذکر کړه چې په زور کلي نه کېږي او نه هم په جنګ کې حلوا وېشل کېږي .جنګ نفرت زیږوي ،جنګ بدبختې ده ،جنګ د پرمختګ مخه نیسي ،د جنګ دوام جنګ تشدیدوي او جنګ خپروي او یو څوک تر کوره ځغلول په خپله د جابرانو او ظالمانو د نابودۍ باعث کېږي. تاسي خپله فکر وکړئ او له عقل څخه کار واخلئ چې یوڅوک دې دا کاڼي پورته کوي او دهغه پر سر دې ګلان اوري . دا له انساني عقل څخه لري خبره ده ،نوپکار ده ، چې امریکا پر خپل دریځ له سره غور وکړي اود بې ګناه فلسطیني مسلمانانو دنسل وژنې روان بشري ناورین کې د یهودي ځواکونو له مرستې او حمایت څخه لاس واخلي.

من الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button