دینی لیکنې

په زندان کې بندي قبله څنګه پیدا کوي؟

50 / 100

په زندان کې د بندي د قبلې په اړه پوښتنې دا راولاړېږي، چې هغه بندي چې په زندان کې د قبلې لوری نه پېژني، نو په کوم لوري لمونځ وکړي؟ که چېرې یې له قبلې پرته بل لوري ته لمونځ کړی وي او وروسته په دې پوه شي، چې بل لوري ته یې لمونځ کړی و، نو ایا لمونځ بیا وکړي؟ د لمانځه لپاره د قبلې لوری پېژندل له بنسټیزو واجباتو دي، چې واجبوالی یې په قران، سنت او اجماع ثابت شوی. الله تعالی فرمایلي؛ ژباړه : (( په تحقیق سره موږ وینو (بیا، بیا) ستا د مخ ګرځول د اسمان (پر لور) نو موږ به (خامخا) تا وګرځوو (هغې) قبلې ته چې ته یې خوښوې، نو خپل مخ د مسجد الحرام پر لور (کعبې ته په لمانځه کې) وګرځوه او په هر ځای کې چې اوسئ، نو (تاسې په لمانځه کې) خپل مخونه وګرځوئ د هغې (کعبې) پر لور. بېشکه هغه کسان چې دوی ته کتاب ورکړل شوی؛ خامخا دوی پوهېږي، چې بېشکه د دوی د رب له لوري دا (استقبال الکعبه) حق دی او الله له هغو کارو غافل نه دی، چې دوی یې کوي)).

قبلې ته په ټولو لمونځونو کې د پیغمبر (ص) او د ملګرو یې مخ کول په قولي او عملي متواترو سنتو ثابت شوي. په هره دوره كې د امت د اجماع همدا کړنه هم په دې دلالت کوي. له همدې امله که مسلمان لمونځ کول وغواړي، نو باید د قبلې پلټنه وکړي. که قبله ورته څرګنده شوه، نو په هغې لوري دې لمونځ وکړي او که ورته څرګنده نه شوه، نو که یې څوک هلته ولید، له هغه دې د قبلې د لوري پوښتنه وکړي. یا دې د قبله نما له آلې څخه چې په اوس وخت کې معمول ده؛ ګټه واخلي، تر څو د قبلې لوری پرې پیدا کړي. که دا هم نه وه، نو بیا دې خپله لمونځ کوونکی په خپل اجتهاد پلټنه وکړي او د قبلې د لوري د پیدا کولو لپاره دې لټون وکړي. د بېلګې په ډول په ځانګړو نښو او علامو لکه د ورځې د لمر له موقعیته یا په شپه كې د سپوږمۍ او ستورو له ځانګړتیاوو (لکه د سبا ستوری یا قطبي ستوری) څخه دې د قبلې د لوري لټون وکړي. که بیا هم لمونځ کوونکی کومه نښه یا داسې دلیل چې له ده سره د قبلې د لوري په پیدا کولو کې مرسته وكړي؛ پیدا نه کړ، تر دې چې یقین یې هم په کوم لوري نه و، نو په هر لوري یې چې غوښتل لمونځ دې وکړي. په دې اړه دا ایت نازل شوی:

ژباړه: ((ختیځ او لوېدیځ خاص د الله دي، نو هر لوري ته چې (په لمانځه کې) مخ وګرځوئ، نو همدغه لوری د الله د اطاعت دی؛ بېشکه چې (رحمت) د الله پراخ دی او ښه عالم دی)).

له دیني معلوماتو جوتېږي، چې د واجباتو له ډلې شرطونه او ارکان هغه وخت د واجبوالي د حکم پرځای كول غواړي، چې لمونځ کوونکی د هغو د پرځای راوړلو وس ولري، خو که کله بې وسي له دوی یو یا ټول ساقطوي، نو الله تعالی فرمایلي:

ژباړه: ((تاسې له الله ووېریږئ څومره چې توانېږئ؛ واورئ (د الله خبرې) او اطاعت کوئ (د الله د احکامو) او پر ځان د ښو نفقه کوئ…))

د څښتن (ج) استازي (ص) ویلي: ژباړه: ((کله چې مې تاسو ته په یو څه امر وکړ، تر هغې چې مو توان وي، هغه ترسره کړئ.))

کله چې له لمونځ کولو وروسته لمونځ کوونکي د قبلې لوری وپېژاند، بیا يې کول پرې واجب نه دي، ځکه خپل مکلفیت یې پر ځای کړی او لمونځ یې سم دی. د بیا کولو لپاره بله هېڅ توجه نشته. (والله اعلم).

ژباړہ : عرفان الله شرفزوی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button