
په زرمت ولسوالۍ کې د يو منځني ښوونځې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنو ته وسپارل شوه
د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د بابکر متوسطه مکتب ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د بابکر متوسطه مکتب ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت وړمه ورځ د زرمت ولسوالۍ کې جوړه شوې وه د افغانستان داسلامي امارت مسئولينو. په لسګونو ولسي خلکو او متعلمينو ګډون کړی و.غونډه د قرآن کريم د څو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، په پيل کې د زرمت ولسوالۍ د معارف آمر د ښه راغلاست او هرکلي وينا وکړه ور پسې د حداد فرهاد کلتوري مرکز رئيس حداد فرهاد خبرې وکړې او د ياد مکتب د جوړېدو اړتيا يې جوته کړه، په سيمه کې د ترسره شويو کړاوونو يادونه يې وکړه او همدا يې د ياد مکتب د جوړولو لامل وباله.وروسته د پکتيا ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد غونډې ته خپله وينا واوروله د حداد فرهاد کلتوري مرکز نه په مننې يې دياد مکتب جوړېدل وستايل په دغه ولايت کې د دغه راز پروژو پر ضرورت يې خبرې وکړې او زياته يې کړه: د پکتيا ولايت معارف ۶۰ سلنه سر پناه او د ناستې فرش نه لري. نوموړي وويل موږ په ټوله معنی ژمن يو چې په دې لاره کې به په جديت سره کار کوو او په دغه ولايت کې يې ۳۰ مکاتبو ته د نويو ودانيو دجوړولو او تر ميم خبر هم ورکړ.غونډه د ستاينليکونو په ويش او دعايه سره پای ته ورسېده.