سرلیکنې

په دولتي ادارو کې د خپلوۍ پاللو فرهنګ د مخنيوي هڅې

حکومتونه او اداري جوړښتونه ټول ولس ته د معياري خدمت، د عامه نظم د سمبالښت او له قانونه د دفاع مسئوليت لري، د بريالۍ حکومتولۍ له ټولو مهم شرط دا دی، چې دندې او واکونه د اهليت او وړتيا له مخې ووېشي .

حکومتونه او اداري جوړښتونه ټول ولس ته د معياري خدمت، د عامه نظم د سمبالښت او له قانونه د دفاع مسئوليت لري، د بريالۍ حکومتولۍ له ټولو مهم شرط دا دی، چې دندې او واکونه د اهليت او وړتيا له مخې ووېشي .

که موږ د اسلامي شريعت نصوص او د اسلام متمدن او سپېڅلی تاريخ وګورو، راته څرګندېږي، چې اهليت يوازې ظاهري بڼې او څېرې ته نه ويل کېږي، بلکې له امانت او ديانت سربېره د اړوندې ادارې په چارو پوهه او مسلکيتوب اهليت بلل کېږي.

 مشهور عادل خليفه حضرت عُمر بن عبدالعزيز رحمه الله تعالی د واک او خلافت له ورسپارل کېدو وروسته ټول ظالم او هغه چارواکي له دندو لرې کړل، چې يوازې د خپلوۍ يا رشوت په معيار دندې ورکړل شوې وې او پر ځای يې دينداره او په کار پوه کسان وګمارل.

اوس چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په کار ده چې د دغه سپېڅلي نظام د بقا او استحکام لپاره له اسلامي تعليماتو سره سم پر عدالت ولاړ کلک او مضبوط بنسټونه ورغول شي.

او د نظام بريا، بقا او استحکام د اهليت او وړتيا پر اساس ګمارنې او د واکونو وېش تضمينوي، که څه هم اسلامي امارت تر ډېره بريده په حکومتولۍ کې بريالی دی، خو په ځينو برخو کې د خپلوۍ او انډيوالۍ پر بنسټ د ګمارنو په هکله اندېښنې او ګيلې شته.

د دې ستونزې د حل په موخه د اسلامي امارت زعيم اميرالمومنين شيخ هبة الله اخندزاده حفظه الله، د رئيس الوزراء اداري مرستيال او نور مشران ډېر جدي دي،داسې ښکاري چې د اسلامي امارت مشرتابه دغه ستونزه درک کړې وي او د حل لپاره يې کلک هوډ او ژمنتيا لري. اميد دي، چې د شريعت او ملت دغه مهمه غوښتنه به په رښتيني ډول عملي شي، نور به ګمارنې د خپلوۍ او ملګرتيا په معيار نه، بلکې د وړتيا او صلاحيتونو پر بنسټ کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button